ایران لسګونه افغان بندیان د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته اړولي او طالب چارواکو ته یې سپارلي

ایران افغان پوله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو شمېر افغانان چې ایران ته د کار او استوګنې لپاره تللي وو، په بېلابېلو جرمونو او تورونو نیول شوي. ارشیف تصویر
    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

ایراني چارواکو پرون (پنجشنبه مارچ نهمه) ۲۷۴ نور افغان بندیان د هرات د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته اړولي او طالب چارواکو ته یې سپارلي دي.

دا لړۍ څو ورځې وړاندې ایران ته د طالبانو د حکومت د یوه پلاوي له ورتګه وروسته پیل شوې ده.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د رپوټ له مخې، په دې سره تر اوسه طالب چارواکو ته د سپارل شویو افغان بندیانو شمېر ۷۳۱ ته رسېدلی دی.

په دغه رپوټ کې راغلي، چې د دواړو لوریو تر منځ د هوکړې له مخې، ایران کې بندي افغانان کولی شي، چې خپلې پاتې بندمودې افغانستان کې تېرې کړي.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، شاوخوا شپږ زره افغانان ایران کې بندیان دي او د وروستۍ هوکړې له مخې ټاکل شوې، چې ایرانی حکومت شاوخوا ۱۷۰۰افغان بندیان د طالبانو حکومت ته وسپاري.

د تېرې فبرورۍ په وروستیو کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وویل، له کابله یې اته دیپلوماتان تهران ته استولي چې د نوي شارژدافیر سربېره په ایران کې د افغانستان د سفارت چارې سمبال کړي.

ايران سفارت کې د طالبانو چارسمبالی

د عکس سرچینه، NOANDISH

د عکس تشریح، طالبانو حکومت د فبرورۍ وروستیو وویل کې له کابله اته دیپلوماتان تهران ته ولاړل چې په ایران کې د افغانستان د سفارت چارې سمبال کړي.

د دغه وزارت مسوولینو په وینا، دا پرېکړه د سفارت په چارو کې د خنډ او ځنډ د مخنیوي په موخه شوې ده.

له هغه یوه ورځ وروسته چې ایران په تهران کې د افغانستان سفارت د طالبانو دیپلوماتانو ته وسپاره، د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې پر سر د طالبانو ځواکونو د پوله ساتو ایراني ځواکونو یو سرتېری ونیو.

دغه سرتېری له نیول کېدو څو ساعته وروسته خوشی شو او د حکومتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي و، چې دا پېښه د ناسم پوهاوي له کبله رامنځته شوې وه.

په تېر کې چې زندانیان له ایرانه افغانستان ته لېږدول شوي، کورنیو یې ادعا کوله چې په ایران کې یې مدافع وکیل ته لاسرسی نه درلود او د اوږدې مودې لپاره بې برخلیک پراته وو.

د ایران په زندانونو کې پراته افغانان په بېلابېلو جرمونو او تورونو نیول شوي دي، خو له هغو یو شمېر افغانانو سره د ایران حکومت جدي چلند کوي چې د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوي وي.