له ایرانه د بندیانو د لېږد تړون له مخې ۶۱۷ افغان بندیان لېږدول شوي

ایران افغان پوله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو شمېر افغانان چې ایران ته د کار او استوګنې لپاره تللي ول، په بېلابېلو جرمونو او تورونو نیول شوي.

افغان ولسمشر وايي، افغانستان په بهر کې د خپلو وګړو د حقونو د دفاع په پار په وروستیو کې افغانستان ته له ایرانه د بندیانو د لېږدولو تړون لاسلیک کړی، چې حقوقي مسلې به یې د افغانستان د نافذه قوانینو په رڼا کې ترسره کېږي.

ولسمشر پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، ددغه تړون له مخې ۶۱۷ افغان بندیان له ایران نه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

نوموړی وايي، دا مهال د ایران زندانونو کې شاوخوا ۵۱۲۴ افغانان بندیان دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

تر دې پخوا چې زندانیان له ایرانه افغانستان ته لېږدول شوي کورنیو یې ادعا کوله چې په ایران کې یې مدافع وکیل ته لاسرسی نه درلود او د اوږدې مودې لپاره بې برخلیک پراته ول.

نه یوازې دا چې ګڼ شمېر افغانان ایران ته د کار او مزدورۍ لپاره ځي، بلکې ډېر نورو هلته ژوند غوره کړی او خپلې کورنۍ یې لېږدولي.

د ایران په زندانونو کې پراته افغانان په بېلابېلو جرمونو او تورونو نیول شوي دي، خو له هغو یو شمېر افغانانو سره د ایران حکومت جدي چلند کوي چې د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوي وي.

په ایران کې د مخدره توکو یو شمېر قاچاق وړونکو ته د اعدام سزا ورکړل شوې چې افغانان هم پکې ول.