اوکرایین: د ځوابي عملیاتو پیلولو ته چمتو یو

A Ukrainian soldier holds a gun and points forward

د عکس سرچینه، EPA

د اوکرایین یوه جګپوړي امنیتي چارواکي بي‌بي‌سي ته ویلي چې هېواد یې د روسي ځواکونو خلاف د ځوابي عملیاتو پیلولو ته چمتو دی.

د اوکرایین د ملي امنیت او دفاع شورا مشر اولېکسي دانیلوف وايي، دی د دغو عملیاتو د پیلېدو کره نېټه نه شي مشخصولی، خو امکان شته چې "سبا، بل سبا او یا یوه اونۍ کې" پیل شي.

هغه دا د اوکرایین لپاره یو 'تاریخي فرصت' بللی او خبردار ورکړی،‌ چې د دوی حکومت د دې تېروتنې حق نه لري چې دغه فرصت له لاسه ورکړي.

ښاغلی دانیلوف د ولودمیر زېلېنسکي کابینه کې د امنیتي برخې تر ټولو مهم چارواکی ګڼل کېږي.‌

هغه ته له بي‌بي‌سي سره د دې کمسارې مرکې په منځ کې هم د ولسمشر زېلېنسکي تلېفوني پیغام راغی او نوموړی یې د ځوابي عملیاتو په اړه خبرو اترو لپاره ورغوښتی و.

ښاغلي ‌دانیلوف په دې مرکه کې دا هم تایید کړه چې د روسیې د کرایکښه واګنر ډلې یو شمېر وسله وال له بخموت ښاره ایستل شوي دي.

خو ښاغلي دانیلوف وویل چې دغه وسله وال اوس په درېو نورو سیمو کې منظمېږي او له باخموته وتل یې په دې مانا نه دي‌ چې له جګړې یې لاس اخیستی دی.

Oleksiy Danilov
د عکس تشریح، اولېکسي دانیلوف - د اوکرایین د ملي امنیت او دفاع شورا رییس

د اوکرایین د ملي‌ امنیت او دفاع شورا مشر همدا راز د روسیې لخوا بېلاروس کې د اټومي وسلو د ځای پر ځای کېدو په اړه وویل، چې دې ته اندېښمن نه دی.

اوکرایین له څو میاشتو راهیسې له روسي ځواکونو د اشغال کړې خاورې بېرته نیولو لپاره د ځوابي عملیاتو پر پلان کار کوي.

کیېف دومره اوږده موده دغو عملیاتو لپاره د ځواکونو روزلو او له خپلو لویدیزو متحدانو څخه د پوځي تجهیزاتو ترلاسه کولو ته انتظار ایستلی.

بلخوا روسي ځواکونه هم د دفاعي تدابیرو پر چمتووالي بوخت دي.

په دې توګه د اوکرایین حکومت له یوې نسبتآ سترې ازموینې سره مخ دی، ځکه خپلو خلکو او لویدیزو ملګرو ته باید وښيي چې د روسي ځواکونو د لیکو ماتولو او د خپلې اشغال شوې خاورې د بېرته نیولو وړتیا لري.

Ukrainian troops have spent months training on Western equipment ahead of the expected attack

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلي دانیلوف وايي وسله وال ځواکونه به یې هله یرغل پیل کړي، چې د قومندانانو محاسبه یې د ښو پایلو ښودنه وکړي.

هغه بي‌بي‌سي سره خبرو کې د اوکرایین په ختیځ بخموت ښار کې د روسي ځواکونو خلاف اوږدې او خونړۍ جګړې ته د دوام ورکولو دفاع هم وکړه.

نوموړي وویل "بخموت زموږ خاوره او د حاکمیت برخه ده. باید دفاع یې وکړو. که هر ځای خوشې کړو نو لوېدیزو پولو ته به ورسېږو، او پوتین هم د جګړې له لومړۍ ورځې همدا غواړي."

ښاغلي دانیلوف وویل "موږ دا منو چې یوازې د دغه ښار پر یوه کوچنۍ برخه کنټرول لرو. خو دا مو باید په یاد وي چې بخموت په دې جګړه کې ډېر ستر رول ولوباوه."