د اوکرايين د باخموت ښار او سولیدار جګړه
د اوکراین باخموت ښار او نږدې سولیدار کې له څو میاشتو راهیسې جګړه روانه ده. خو هلته پر لومړۍ کرښه، اوکرایني ځواکونو بي بي سي ته ویلي، د بریتانیا د هغه خبر هرکلی کوي چې وايي، دوی ته به لسګونه چلېنجر ټانکونه ورکړي. تمه کېږي دا ګام به نور هېوادونه وهڅوي چې ورته پرېکړه وکړي او د جګړې مسیر بدل کړي. د بي بي سي خبریال انډریو هارډېنګ باخموت ته څېرمه د ټانک له یوه ټولي سره وخت تېر کړی او دغه رپوټ یې رالیږلی دی.