تازه څېړنه: په اسیا کې د اقلیمي بدلون له کبله د هوا تودوخه دوې درجې زیاته شوې

اپریل میاشت کې بنګله دېش کې د هوا تودوخه ریکارډ کچې ته ورسېده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اپریل میاشت کې بنګله دېش کې د هوا تودوخه ریکارډ کچې ته ورسېده.

یوه نوې څېړنه ښيي، چې د اقلیمي بدلون له کبله د اسیا په ډېرو برخو کې د هوا تودوخه لږ تر لږه دوې درجې زیاته شوې ده. د دې څېړنې له مخې له همدې کبله د سختې تودې هوا څپو راتګ احتمال هم ۳۰ برابره زیات شوی دی.

د یادونې ده، چې په تېره اپریل میاشت کې د اسیا په ځینو برخو کې د تودوخې خورا سخته څپه راغله او د هند، بنګله دېش، تایلنډ او لاوس په ګډون ځینو هېوادونو کې د هوا تودوخه ان ۴۵ درجو ته ورسېده.

د همدې تودې هوا له کبله په یو شمېر هېوادونو کې ځینې کسان مړه شوي، سړکونه ویلي شوي او ګڼ شمېر کسان له همدې کبله په روغتونونو کې بستري شوي دي.

دغه راز د چین، اندونیزیا او سينګاپور په ګډون د ځینو نورو اسیايي هېوادونو په هکله هم ویل کېږي، چې همدا اوس د ګرمې هوا له کمسارې څپې سره مخامخ دي.

د هوا پېژندنې نړیوال خپلواک انسټیټیوټ ماهرین وايي، په تایلنډ کې له همدې کبله په هوا کې رطوبت زیات شوی او په ځنګلونو کې په ورته مهال اور لګېدلی دی.

په فلیپين کې بیا د تودوخې درجه له تېرو پنځو ورځو راهیسې ۳۷ ته رسېده، چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۵۰ ماشومان جل وهلي او په روغتونونو کې بستري شوي دي.

د هند په ممبۍ کې بیا هغه ۱۳ کسان مړه شوي، چې جل وهلي وو. د یادونې ده، چې دا کسان د جايزې ورکړې مراسمو ته ورغلي وو، چې د سختې ګرمۍ له کبله ناروغ او بیا وروسته مړه شول.

د اقلیمي بدلون د تاریخ ماهر ماکسي میلیانو چې د تاریخ په اوږدو کې د ګرمې هوا څپې څاري پر خپله ټویټر پاڼه کاږي، چې ''د تودوخې وروستۍ څپه د اسیا په تاریخ کې تر ټولو ناوړه هغه ده. ''

په تازه څېړنه کې ویل شوي، چې د هوا تودوخې څپې بشپړ اغېز ښايي، تر اونیو او یا ان میاشتو پورې هم معلوم نه شي.