اقلیمي بدلون: ګرمي پر خځنده سربېره د تي لرونکو نارینه وو جنسي قوه کموي

د عکس سرچینه، Getty Images
څېړنې ښيي چې د ګرمۍ څپې د خځندو سپرم زیانمنوي او ان شنډولی یې شي.
دغو پوهانو یوه ازمېښتځي کې- چې د ګرمۍ څپو ته مخامخ جوړ شوی و- ګونګټې ټولې کړې وې او له ازموینو وروسته مالومه شوه چې د ګونګټانو(نارینه ګونګټو) د مېندوارولو قوت یې کم کړی دی.
دا زیان د ګونګټو راتلونکو نسلونو ته په میراث پاتېدلی شي.
خځندې په ټوله نړۍ کې خورا سختې کمېږي او څېړونکي وايي، چې پر دغو ژوو د ګرمۍ د اغېز لا روښانېدلو لپاره ډېرې څېړنې پکار دي.
اقلیمي بدلون په نړۍ کې په رنګارنګۍ او ډولونو اغېز کړی، خو دغه اغېز سم درک شوی نه دی.
د ایسټ انګلیا پوهنتون پوهاند مټ ګېچ او د دې څېړنډلې مشر بي بي سي ته وویل:
د ژواک رنګارنګي او د خځندو له منځه تلل پوره معلوم شوي، خو نه پوهېږو چې ګرمي دا ښکارنده روښانوي یا نه. خو د نسل تولیدولو کې د توان له منځه تلل د خځندو په ګټه نه دي.
څېړونګو ځکه ګونګټې مطالعه کړې چې څلور لکه ډولونه لري او د حیواناتو د څلورمې برخې استازي کوي.
د خځندو د نفوس کمېدل د ژواک چاپېریال لپاره پام وړ پایلې لرلی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
وروستیو کې مطالعې وښوده چې وزر لرونکو خځندو نفوس په تېرو دېرشو کلونو کې له ۷۵ سلنې ډېر کم شوی دی او ورته حالت د پورتوریکو ګرمسیرو ځنګلونو کې هم لیدل شوی دی.
د دې څېړنې پایلې په نیچر اړیکو مجله کې خپرې شوې او ښيي چې په ازمېښتځي کې ګرمۍ ته تر پنځو ورځو د ګونګټو اېښودو وروسته د ګونګټانو سپرم څلورو کې درې کم شوی، خو ګونګټې اغېزمنې شوې نه دي.
دا څېړنه ښيي چې لومړۍ ګرمې څپې د ګونګټانو د تولید توان نیمايي کړ او د ګرمۍ دویمې څپې دوی شنډ کړل.
د دې څېړنډلې یو غړی کرس سالس وایي، زموږ مطالعه ښيي چې د ګرمۍ څپې د نسل تولیدولو لپاره د ګونګټانو تیاری نیمايي کوي او د دې خځندو په نفوس کې د اغېز یوشانوالی حیرانوونکی دی.
نور څېړونکي وايي چې ګرمي د نورو تي لرونکو په څېر د نارینه انسانانو د نسل تولیدولو توان زیانمنولی شي.
په اقلیمي بدلون سره د ګرمۍ څپو دزیاتېدلو اټکل کېږي چې د انسان او نورو ژوو روغتیا اغېزمنوي.








