پر خځنده د ډونلډ ټرمپ نوم اېښودل شوی

د عکس سرچینه، AFP
چاپېریال پېژندونکو پر یوې نوې خځندې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوم اېښی دی.
کاناډایي چاپېریال پېژندونکي وازریک نازاري د ځناورپېژندنې په یوه خپرنۍ کې یوه مقاله چاپ کړې چې وايي، په وروستیو کې د (یا بیډ) په نامه یو ډول نوی پتنګ پېژندل شوی دی.
هغه دغه پتنګ ته په لاتینه ژبه کې Neopalpa donaltrumpi نوم غوره کړی او پر همدې نامه یې ثبت کړی دی.
دغه چاپېریال پېژاند په زوکیز ZooKey علمي خپرنۍ کې لیکلي، دا نوی شاپرک یا پتنګ د امریکا د کاناډا او امریکا په علمي مرکزونو کې د پتنګانو د ارزونې پرمهال کشف شوی دی.
د ډونلډ ټرمپ پتنګ د اوسېدو ځای د کلیفورنیا جنوبي برخه او په مکسیکو کې د کلیفورنیا باخا په نامه سیمې دي، هماغه سیمې چې ښاغلي ټرمپ یې په اړه ویلي وو، هلته به مشهور سرحدي دېوال جوړ کړي.
د دغه پتګ د وزرو سور نژدې یو سانتیمتر او د بدن اوږدوالی یې هم په همدې کچه دی، خو د نر او ښځې ترمنځ یې چندان توپیر نه شي کېدای.
د یاد پتنګ بله ځانګړنه دا ده چې د نرانو د تناسلې الې یې بیخي بېل ډول او عجیب شکل لري.
د دغه پتنګ کشفوونکي ویلي، ځکه یې دغه نوي خځنده ته د امریکا د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوم غوره کړی، چې سر یې د ښاغلي ټرمپ له رنګ شویو وېښتانو او سینګار سره یوشان دی.
دا لومړۍ خځنده ده چې د ډونلډ ټرمپ نوم ورته غوره شوی دی.
ډېر کله نوي ژوي د هغوی د کشفوونکو انسانانو په نومونو یادېږي، خو نویو ژوو او بوټو ته د مشهورو کسانو د نومونو کارول هم تازه خبره ده.
په تېر کې پر ګلانو د مشهورو ښځو د نومونو اېښودل معمول دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د ګلاب پر دوه ډوله ګلانو د بریتانیا د دویمې ملکې الیزابیت او د ایران د پخوانۍ ملکې فرح پهلوي نومونه اېښودل شوي دي.
تېره میاشت، زوکیز خپرنۍ د یو ډول سیمه ییز کب د پېژندلو په راپور کې هغه ته د (اوباما) نوم غوره کړی و.
تر اوسه اوه ډوله ځناورو د بارک اوباما نوم ورکړل شوی.
څه موده وړاندې، ځینو رسنیو یو رپوټ خپور کړ چې کمیابه (لارو) نومی پتنګ یې د ښاغلي ټرمپ د سر له وېښتانو سره ډېر زیات ورته بللی و.








