د خلیج مرګونې ګرمي
د خلیج په نژدې ټولو هېوادونو کې سخته ګرمۍ په ځانګړې توګه پر هغو بهرنیو کارګرو خورا ناوړه اغېز کوي، چې د مزدورۍ لپاره دې هېوادونو کې اوسي.
په سیمه کې داسې ګرمي چې د تودوخې درجه تر پنځوس درجو هم پورته کېږي، او لوی لامل یې اقلیمي بدلون بلل کېږي، د سختو ناروغیو او ان زړه حملې لامل کېدای شي.
د بي بي سي عربي څانګې په یوه رپوټ کې معلومه شوه، چې قطر د هغو بهرنیو کارګرو شمېر کم ښيي، چې د جل وهنې له کبله مړه شوي دي.
یو شمېر هغه کارګر چې له قانونه یې د سرغړونو رپوټ ورکړی، زنداني شوي هم دي.