نړیوال رپورټ؛ تېرو دریو لسیزو کې ماینونو شاوخوا ''۵۷ زره ولسي افغانانو'' ته مرګژوبله اړولې

ماینونه

د عکس سرچینه، un

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي، لندن

د ماینونو له خطرونو د خوندیتوب او عامه پوهاوي د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش پر نړیواله ټولنه غږ کړی، چې "د انسان د دغه پټ دښمن کارول بند کړئ."

له جګړې پاتې شوي چاودیدونکي توکي او په لارو او کروندو کې ځای پر ځای شوي ماینونه د هغو بې ځایه شویو ملکي کسانو ژوند ګواښي، چې تر جګړې وروسته خپلو مېنو ته ګرځي.

دا خطر هغه مهال نور هم زیاتېږي چې ماشومان په سیمه کې دغه ډول ناچاودي مهمات مومي او لوبې پرې کوي. په داسې پېښو کې ګڼ شمېر ماشومانو ته مرګژوبله اوړي.

له همدې امله د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په وینا هغه ولسونه، چې د جګړو په سیمو کې ژوند کوي په ځانګړې توګه ښځي او ماشومان له دغه ډول ګواښ سره مخ دي.

افغانستان د دغه نوملړ په سر کې ځای لري، چې کله هم هره ورځ او کله بیا په اونۍ کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاودېدونکو توکو د چاودونو له کبله ملکي وګړي یا د بدن غړي او یا هم خپل ژوند بایلي.

په ملګرو ملتونو کې د ماینونو ضد خدماتو ادارې د یوه رپورټ شمېرې ښيي چې له ۱۹۸۹ زېږدیز کاله تر اوسه پورې شاوخوا ۵۶ زره ۹۲۳ ملکي افغانان د ماینونو او ناچاودو توکو چاودنو له کبله یا وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، د قربانیانو نژدې نیمايي ماشومان دي.

د عکس سرچینه، un

د عکس تشریح، ملګري ملتونه وايي، د قربانیانو نژدې نیمايي ماشومان دي.

له دې حسابه هره میاشت نژدې ۱۱۰ افغانان د ماینونو یا ناچاودو توکو قرباني کېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف، د موندنو له مخې د دې پېښو اصلي قربانیان اکثره ماشومان دي. افغان ماشومان خپل ددغه پټ دښمن (ماینونو) چې په جګړو کې کارول شوي، هیڅ پوهاوی نه لري، ځکه نو دغه قشر یې د خپل ژوند په بېه دروند پور پرې کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې مشر پاول هیزلوپ بي بي سي ته په دې هکله وویل، افغانستان لا هم په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې د ماین چاودنو او د جګړې د پاتې شونو له امله تر ټولو زیات پېښو شاهد او پراخه مرګ ژوبله لري.

نوموړي بي بي سي ته ویلي ''هو، له بده مرغه اوس هم د ماینونو او د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله د سر زیان ډېر دی. د کره شمېرو ترلاسه کول خورا ستونزمن کار دی، ځکه چې د څارنې سیسټم چې پخوا شتون درلود اوس کار نه کوي.

خو د سره صليب نړيواله کمېټې (ICRC) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) تېر کال په دې باور وو، چې د ځمکنيو ماينونو د چاودنو له امله له زرو ډېرو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده، زموږ د اټکل له مخي ممکن دا شمېري د اوښتو زیانونو نیمایې برخه وې.

ماینونه

د عکس سرچینه، un

د مرګژوبلي نیمایې برخه د ماینونو او په لاس د جوړ شویو بمونو د چاودونو له کبله او نیمایي یې په کنډوالو کې د ناچاودو مهماتو د چاودنې له امله رامنځته شوې، ځکه نو موږ اټکل کوو چې هره میاشت تر ۱۵۰ پورې ماشومان د ورته چاودنو له امله مړه یا ټپیان کېږي.

په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنې له امله له ۲ تر ۲ نیمو زرو پورې کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي، چې ددغه سرزیان نیمایې برخه ماشومان دي.''

سږ کال د ماین له خطرونو د خوندي او عامه پوهاوي د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د ماین موندني اداره په هغو هېوادونو کې چې په تېرو دوو لسیزو کې د جګړو او نښتو شاهدان وو، د ځمکنیو ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي ځانګړي پروګرامونه جوړوي. پدې ډله کې سوډان، افغانستان، یوتوپیا، کانګو، عراق، نایجریا، مالي، سومالیا، فلسطین، سوریه او یمن شامل دي.

ملګري ملتونه وايي، د ماینونو او ناچاودو توکو شتون د انسانانو ژوند ګواښي، د تګ راتګ ازادي او د کرنې وړ ځمکو ته لاسرسی محدودوي او تر ټولو مهم د وېرې او ناامنۍ لامل کېږي. دغه بنسټ ټینګار کوي چې باید د ماینونو او ناچاودو مهماتو له کبله د ککړ چاپېریال پاکولو کې ځنډ را نه شي او باید هرڅومره چې ژر کېږي دغه ناوړه پدیده باید پاکه شي.

ماینونه

د عکس سرچینه، un

د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش له غړو هېوادونو غوښتي چې د پرسونل ضد ماینونو د منع کولو کنوانسیونونه، د کلسټر ماینونو کنوانسیون او د ځینو دودیزو وسلو کنوانسیون باید ژر تصویب او په بشپړه توګه باید ژر پلي شي، چې په جګړه ځپلو سیمو کې ملکي خلک له ویري پرته خپل عادي ژوند ته وګرځي.