اسلامي همکاريو سازمان: طالبان دې د ښځو زدکړو او کار بنديز پر پرېکړې بيا کتنه وکړي

اسلامي همکاريو سازمان

د عکس سرچینه، OIC

د اسلامي همکاریو سازمان یو ځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتي چې د ښځو پر زدکړو او کار بندیزونو په اړه پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

د اسلامي همکاريو سازمان مشر حسین ابراهیم طه د دغه سازمان د مشرانو په نننۍ ځانګړې غونډه کې ټینګار وکړ چې د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ سره په همغږۍ د علماو دویم پلاوی افغانستان ته استوي چې د طالبانو له چارواکو سره له زدکړو او کار څخه د مخنیوي او ټولنیز عدالت په ګډون د ښځو پر اساسي حقونو خبرې وکړي.

دا هغه څه چې د دغه سازمان د مشر په خبره د اسلامي نړۍ لپاره ستر لومړیتوب دی.

د اسلامي همکاريو سازمان ناسته نن (چارشنبې) د سعودي په جده کې د ياد سازمان په مرکزي دفتر کې د طالبانو لخوا د نجونو پر زدکړو او په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز او په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه جوړه شوې وه.

د اسلامي همکاريو سازمان مشر وايي، "موږ په افغانستان کې د وروستیو ناخوالو ډکې پېښې له ژورې اندېښنې سره څارو. د خپل ځانګړي استازي په لاس مو طالب چارواکو ته خپل پیغام استولی چې پکې د اسلام په رڼا کې د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو په اړه خپلو تېرو ژمنو پوره کولو باندې ټینګار شوی دی."

ښاغلی ابراهيم طه زیاتوي چې د دې مسئلې حل کول به د طالبانو د حکومت او د دوی د سازمان غړو هېوادونو ترمنځ د لا رغنده همکارۍ او نړۍ سره د اړیکو پراخولو دروازې پرانیزي.

د اسلامي همکاریو سازمان مشر په افغانستان کې د طالبانو لخوا په دولتي او نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز په اړه ویلي، دا به د بشري مرستو بهیر اغېزمن کړي او له امله به یې افغانانو ته سخت زیان واوړي.

حسین ابراهیم طه د طالبانو د پرېکړې په غبرګون کې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو، د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ، د ښځو د پراختیا سازمان، د الازهر او د سعودي د لویو عالمانو ټولنې، د اسلامي نړۍ ټولنې او نورو بنسټونو لخوا د خپروشویو اعلامیو ستاینه وکړه چې د ده په وینا د ښځو د زدکړو او ټولنیز ژوند کې د برخه اخیستو په اړه د اسلامي شریعت پر دریځ ټینګار کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم دې غونډې ته ویډیويي پیغام استولي و.

د عکس سرچینه، oic

د اسلامي همکاریو سازمان په نړۍ کې تر ملګرو ملتونو وروسته دویم تر ټولو لوی سازمان دی چې ۵۷ اسلامي هېوادونه یې غړيتوب لري.

وړاندې د مصر، سودان، فلسطين او ليبیا هېوادونو د ديني عالمانو یو پلاوي افغانستان ته تللی او له طالب مشرانو سره یې لیده کاته کړي.

تېره ورځ د خپل سفر په وروستۍ ورځ کابل کې د دغه پلاوي مشر ډاکټر محمد الصغیر د یوه کنفرانس پرمهال وویل، له طالب مشرانو سره یې د لیدنو پر وخت د نجونو پر زدکړو خبرې کړې دي.

نوموړي وويل، "د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر په ټینګار ژمنه وکړه چې افغان مېرمنې به له زدکړو بې برخې نه شي. د لوړو زدکړو وزیر وویل چې علما د تعلیم پر ارزښت اختلاف نه لري او دا د خلکو حق دی، خو افغانستان د شته کلتورنو او جګړو له امله مختلف طبیعت او شرایط لري، خو بیا هم دا د خلکو حق دی په دې اړه ټاکل شوی پلاوی به نژدې ورځو کې پرXکړه وکړي او دا هغه څه دي چې څوک ترې انکار نه شي کولی. موږ د امت د دیني عالمانو په توګه په دې ټینګار کوو چې تعلیم حق دی. "

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د د اسلامي همکاریو د سازمان اندېښنې "د درک وړ دي" خو وايي لګول شوي بندیزونه لڼدمهالي دي.

وړاندې د مسلمانو علماو نړیواله ټولنې ویلي وو چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د جګپوړو ديني عالمانو له پلاوی سره له ليدنې بښنه غوښتې وه.

د دې نړیوالې ټولنې عمومي منشي شیخ ډاکټر علي القره داغي ویلي وو، د جګپوړو علماوو پلاوی کندهار ته روان وو چې د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره وګوري او په مهمو مسایلو ورسره سلا مشورې وکړي، خو په وینا یې هغه ورسره له لیدنې ډډه کړې وه.

دوی وایې د پلاوي بله موخه دا وه چې د افغان ولس د هوساینې په پام کې نیولو سربېره د امارت په مخ د اسلامي هېوادونو او نړیوالو دروازې پرانیزي چې له هغوی سره د پوهنې او نورو برخو کې اړینې مرستې وشي.