پر افغان مېرمنو بنديزونه: د ملګرو ملتونو يو مشر د خبرو لپاره کابل ته ځي
ملګري ملتونه افغانستان ته یو جګپوړی چارواکی استوي چې له طالبانو وغواړي، د مرستندویه ادارو لپاره د ښځو پر کار کولو لګولی بندیز بېرته لرې کړي.
مارتېن ګرېفېتس چې د بشري مرستو مسؤل دی په راتلونکو اونیو کې کابل ته ځي.
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې یې محلي چارواکو، دغلته، د مرستو پر پروګرامونو د اغېز په اړه د بحث لپاره د طالبانو له وزارتونو سره ناستې پیل کړې دي.