د اسلامي همکاریو سازمان غونډه؛ عمران خان: له باثباته افغانستان سره په نړۍ کې ترهګري ختمېدلای شي

کنفرانس

د عکس سرچینه، oic

د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان (او ای سي) بهرنیو چارو وزیرانو ۴۸ مه غونډه د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې نن (سه شنبه - مارچ ۲۲ مه) پیل شوه.

دې غونډې ته د 'اتحاد، عدالت او پرمختګ لپاره د ملګرتیا ' رامنځته کولو نوم ورکړل شوی دی.

د افغانستان بحران د دې غونډې په اجنډا کې مهمه موضوع بلل کېږي.

اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر په خپل رپوټ کې وايي، د غونډې لومړنۍ برخې ته د یاد سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طحه، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي، د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرهان ال سعود، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویناوي وکړې.

په یاده غونډه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتېرش ويډيويي وینا هم خپره شوه، چې پکې يې ویلي، ''ملګري ملتونه او د اسلامي همکاریو سازمان د سولې، زغم او پوهاوي کلتور رامنځته کولو لړ کې په شریکه کار کوي. ''

دې غونډې ته په وینا کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر نړیوالو غږ وکړ، چې باید د افغانستان په نوي حکومت بندیزونه لرې کړي او په رسميت يې وپېژني، تر څو د ده په خبره افغانستان باثباته شي او نړیواله ترهګري له منځه لاړه شي. نوموړي زیاته کړه:

''افغانستان ته اوس یواځینی خطر دا دی، چې د بندیزونو او په رسمیت نه پېژندلو له وجې به له بشري بحران سره مخامخ شي. اوس هم هلته ډېری خلک د بیوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، نو دا بېخي مهمه ده، چې موږ باید د افغان ولس مرسته وکړو. او دا زه ځکه وایم چې باثباته افغانستان یواځینۍ لاره ده، چې له یاد هېواده نړیواله ترهګري بنده شي، هیڅ بل هیواد دا نشي کولی. ''

په دې دوې ورځنۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو، عرب لیګ، خلیج همکارۍ سازمان په ګډون د یو شمېر نړیوالو سازمانانو او ادارو استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم دې غونډې ته ویډیويي پیغام استولي و.

د عکس سرچینه، oic

د یادونې ده چې دې غونډې ته د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نه دی ورغلی او پر ځای یې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت کې د سیاسي څانګې مشر اکبر عظیمي او او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت شارژدافئیر محمد شکیب په دې غونډه کې ګډون کړی.

د دې غونډې له پیله مخکې د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان او اسلامي پرمختیايي بانک تر منځ له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د یوه صندوق پرانیستلو هوکړه وشوه.

د او ای سي له لوري په دې هکله یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي:

''د او ای سي او اسلامي پرمختیايي بانک تر منځ د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو لړ کې د یوه صندوق پر منشور د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په شتون کې لاسلیکونه وشول. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د یادونې ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان بهرنیو چارو وزیرانو د تېر دسمبر میاشتې وروستیو کې هم په اسلام اباد کې د افغانستان بحران په هکله درې ورځنۍ ځانګړې غونډه وکړه او پر نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې افغانانو سره د بشري مرستو لپاره په بیړه لاس په کار شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت استازو ته هم په هغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

د اسلامي همکاریونو سازمان ۵۷ غړي هېوادونه لري، چې په لومړي سر کې د اسلامي کنفرانس سازمان نوم ورکړل شوی و.

دغه سازمان په ۱۹۶۹ کال کې په مراکش کې پیل شو.