په "هلمند او زابل ولايتونو کې ۲۷ تنه په دورو وهل" شوي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
طالبان وايي د افغانستان په جنوب هلمند او زابل ولايتونو کې د دوی د محکمې له خوا ورکړل شوې سزا له مخې ۲۷ تنه په دورو وهل شوي دي.
د طالبانو د سترې محکمې وياند رحيم راشد بي بي سي ته وويل، هلمند کې ټول شل تنه چې نارينه وو په دورو وهل شوي دي.
د نوموړي په وينا په زابل ولايت کې بيا د خلکو په مخې کې ټولو اوو تنو ته "تعزيري" سزا ورکړل شوه چې پنځه تنه نارينه او دوه تنه په کې ښځې وې.
رپوټونه وايي دغه سزاوې داسې مهال پلې شوې چې خبريالانو ته د ويډيو او عکس اخيستو اجازه نه وه.
دا سزاګانې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده له هغه امر نژدې يوه مياشت وروسته ورکول کېږي چې قاضیانو ته یې ويلي وو چې، د ځینو جرمونو لپاره باید مجرمینو ته له شریعت سره سمې سزاګانې ورکړي.
د شرعي قوانینو په هکله د طالبانو له تعبیر سره سم په عام محضر کې د قصاص، سنګسار، او بدن غړو پرې کولو سزاګانې هم شاملې دي.
طالبانو په افغانستان کې د واک بيا ترلاسه کولو راهيسې د دورو وهلو په څېر سزاګانې پلې کړې دي، چې د يو شمېر کورنيو او بهرنيو غبرګونو سره مخ شوي دي.
د اروپا د پارلمان مشرې د طالبانو د مشر دا پرېکړه د طالبانو د تېر پړاو واکمنۍ ته ستنېدل بللي.
د اروپايي پارلمان پر پاڼه د هغې له قوله په اعلامیه کې راغلي چې، "...نړۍ به ژر په عام محضر کې د قصاصونو، سنګسارونو، دورو وهلو او د بدن د غړو پرې کولو شاهده وي".
د طالبانو له خوا دغه سزاګانې بيا نړيوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او امريکا غندلي او له طالبانو يې غوښتي چې دغه سزاګانې ودروي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر یوه بیان کې دا غبرګونونه نا مسؤولانه او پاروونکي بللي وو.
نوموړي ویلي دا چې ځینو لوېدیځو چارواکو په درو وهل ناانساني، ظالمانه او سپکوونکي بللي، دا د ده په وینا اسلام ته بې احترامي او د نړیوالو اصولو خلاف دي.
په دې وروستيو کې په لوګر، کندهار، کابل، لغمان، تخار او باميانو ولايتونو کې په عام محضر کې د ښځو په ګډون يو شمېر خلک په درو وهل شوي دي.










