د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی: د طالبانو له خوا په "عام محضر کې په دورو د ښځو او سړیو وهلو حيران" کړی

تامس نېکلسن

د عکس سرچینه، Getty Images

وروسته له هغه چې طالبانو په عام محضر کې په درو د ښځو اوسړیو له وهلو دفاع وکړه ، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نېکلسون پر ټویټر یو تازه بیان خپور کړی.

نوموړي ویلي د طالبانو له خوا لوګر کې د ښځو په ګډون د ۱۴ تنو په درو وهلو هک حیران کړی دی.

خو دا لومړۍ پېښه نه وه، له دې وړاندې په تخار او لغمان ولایتونو کې د طالبانو له خوا تورونو کسانو ته په عام محضر کې سزا ګانې ورکړل شوې وې.

ښاغلی نېکلسون تېره میاشت کابل ته تللی وو او هلته یې له لوړ پوړو طالب چارواکو او ځینو افغان سیاستوالو سره خبر کړې وې.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

نوموړي پر ټویټر تازه بیان کې ویلي له کله چې د تېر کال اګست میاشت کې طالبان واک ته رسېدلې افغانستان کې د بشري حقونو برخه کې یو ډېر جدي شاتګ شوی.

د اروپايي ټولنې استازي بدني سزا "ظالمانه، ناانساني او سپکوونکې بللې"، د ده په وینا دا وړ سزا د ربړونې د نړیوال کنوانسیون او د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق له مخې منع دي او افغانستان له دې دواړو میثاقونو سره لا پخوا یو ځای شوی نو ځکه طالب چارواکي د هغو د مراعات کولو مسؤولیت لري.

ښاغلي نېکلسون ویلي د قانون حاکمیت ته درناوی خورا مهم دی، دی وايي اروپايي ټولنې له طالبانو څو ځله غوښتي چې اساسي قانون او حقوقي اډانه مشخصه او د نړیوالو مسؤولیتونو سره سم د قانونې اجرائاتو د ترسره کېدو ډاډ ورکړي. خو دی وايي دې برخو کې طالبانو عملي ګامونه نه دي اخستي.

د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان اساسي قانون نه لري، ځینې طالب چارواکو د یوه اساسي قانون په اړه د هڅو یادونه کړې، خو تر اوسه عملا څه نه ترسترګو کېږي.

طالبانو د مخکنیو حکومتونو پرمهال قوانینو ته د بیا کتنې خبره کړې او ځینې عملا ځنډول شوي دي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د اروپايي ټولنې استازې ویلي لکه د نورو اسلامي هېوادونو په څېر افغانستان کې هم د اسلامي شریعت د تطبیق په اړه د افغانانو ترمنځ د نظر اختلاف شته او دوی یې هرکلی او درناوی کوي.

ظاهرا د طالبانو اوسنۍ واکمني لکه د دوی تېرې واکمنۍ په څېر عام محضر کې خلکو ته د سزا ورکولو پر وړاندې نړیوالو تند غبرګونونه ښودلی ، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر یوه بیان کې دا غبرګونونه نا مسؤولانه او پاروونکي بللې.

نوموړي ویلي دا چې ځینو لوېدیځو چارواکو په درو وهل ناانساني، ظالمانه او سپکوونکي بللي، دا د ده په وینا اسلام ته بې احترامي او د نړیوالو اصولو خلاف دي.