طالبانو په درو د وهلو پر سزا د نړیوالې ټولنې نیوکې ''اسلام ته بې احترامي'' بللې

توییتر
د عکس تشریح، ذبیح الله مجاهد وايي، په درو د وهلو پر سزا نیوکې له نړیوالو اصولو سره مخالفت بللې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په عام محضر کې د درو سزا ورکولو په هکله د بشري حقونو سازمانونو او لوېدیځو هېوادونو نیوکې ''د اسلام دین ته بې احترامي '' بللې دي. د ښاغلي مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې په دې هکله ویل شوي:

''د ا.ا.ا. د اسلام مبارک دين د جزا قانون د تطبيق په اړه د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د عالي کمېشنرۍ د وياندې او د نورو غربي هيوادونو نمائندګانو څرګندونې چې د دُرو وهلو مجازات يې په کې غير انساني، ظالمانه او توهينوونکي بللي، د اسلام مبارک دين بې احترامي او د نړيوالو اصولو مخالفت بولي. ''

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، هېوادونه او سازمانونه بايد اجازه ور نه کړي چې د دوی له ادرسه ''مغرض اشخاص د اسلام مبارک دين يا احکامو په اړه غيرمسؤولانه او پاروونکې څرګندونې وکړي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

د یادونې ده، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخند زاده له امر وروسته تېرو څو اونیو موده کې د افغانستان بېلا بېلو سیمو د طالبانو حکومت په امر په عام محضر کې په درو د وهلو سزا عملي شوې، چې له کبله یې په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه څرګند شوي دي.

تېره اونۍ د افغانستان په لوګر کې د دریو ښځو په شمول ۱۲ کسان په داسې حال کې یوه لوبغالي کې په درو وهل شوي وو چې زرګونه کسانو ورته کتل.

یوه طالب چارواکي بي بي سي ته ویلي و، دا کسان د زنا، غلا او لواطت په ګډون د 'اخلاقي جرمونو ' له کبله محکوم شوي.

رپوټونو کې ویل شوي، تېره اونۍ په تخار، بامیان او لغمان ولایتونو کې هم ځینو کسانو ته ورته سزاګانې ورکړل شوې.

Taliban

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا دفتر مسوولینو په دې هکله ویلي، په افغانستان کې په عام محضر کې په درو د وهلو سزا عملي کېدو له کبله ''بوږنېدلي ''دي.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا دفتر ویاندې روینه شمداساني له لوري په دې هکله یوه وینا پاڼه کې ویل شوي: ''پر چهارشنبه په لوګر ولایت کې په درو د ۱۴ کسانو وهل کېدو له کبله موږ بوږنېدلي یو او د دې کرکې وړ ډول سزا سملاسي بندولو غوښتنه کوو. له ټولو خلکو سره باید په مساوي ډول د درناوي چلن وشي. ''

''په اعلامیه کې زیاته شوې: فزیکي سزاګانې د ظالمانه، غیر انساني او له سپکاوي ډک چلن یو ډول دی، چې د شکنجې، غیر انساني او ظالمانه چلن ضد کنوانسیون او د ملکي او سیاسي حقونو نړیوال تړون له مخې ممنوع دي، چې افغانستان د دواړو غړی دی. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

تازه، د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافئیر ویلي، په عام محضر کې په درو د وهلو خبرونو سخت حیران کړی دی.

هیوګو شارټر په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''تعلیم او پارکونو ته د نجونو او ښځو پر لاسرسي د محدودیتونو تر څنګ - روانه اونۍ په عام محضر کې په درو د وهلو سزا سخت حیران کړی یم. دا تبعیض بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او د اقتصادي بیارغاونې مخه نیسي چې افغانستان سخته اړتیا ورته لري. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

له دې مخکې د اروپا د پارلمان مشرې د طالبانو د مشر دا پرېکړه د طالبانو د تېر پړاو واکمنۍ ته ستنېدل بللي و. د اروپايي پارلمان پر پاڼه د ربریتا مېټ سولا له قوله په اعلامیه کې راغلي و چې، "له کندهاره راپورونه ښيي چې نړۍ به ژر په عام محضر کې د قصاصونو، سنګسارونو، دورو وهلو او د بدن د غړو پرې کولو شاهده وي".

طالبانو په افغانستان کې د واک بیا تر لاسه کولو راهیسې د دورو وهلو په څېر سزاګانې پلې کړي، خو څه باندې دوې اونۍ وړاندې يې سترې محکمې ویلي وو، چې مشر يې پر ټولو هغو دوسیو چې د حد او قصاص ټول شريعي شرایط يې پوره کړي وي د حق او قصاص د جاري کولو امر کړی.