له افغانستانه د بي بي سي ځانګړی رپوټ؛ 'خپلو ماشومانو ته د ویدېدو لپاره د نشې ګولۍ ورکوم'

غلام (منځ کې) وايي، خپلو شپږو ماشومانو ته د خوب لپاره نشه يي ګولۍ ورکوي
د عکس تشریح، غلام (منځ کې) وايي، خپلو شپږو ماشومانو ته د خوب لپاره نشه يي ګولۍ ورکوي
    • Author, یوګیتا لیمای
    • دنده, بي بي سي نیوز، هرات

بي بي سي موندلې افغانستان کې ځینې خلک د سختې بې‌وزلۍ له کبله خپلې لوڼې او د بدن غړي خرڅوي،‌ ځینې نور بیا خپلو وږو ماشومانو ته نشه‌کوونکي درمل ورکوي. دا هېواد له ژور انساني کړکېچ سره مخامخ دی.‌

بي بي سي لوېدیځ هرات ولایت کې له ځینو کورنیو سره غږېدلې چې وايي د خوړو او درملو رانیولو لپاره اړ شوي چې د خپلو ټیټ عمره لوڼو د ودولو لپاره دوی وپلوري.

ځینو کورنیو ویلي، خپلو بچیانو ته مسکن (نشه کوونکي) درمل ورکوي چې د لوږې پرمهال یې د ژړا مخه ونیسي.

ملګرو ملتونو ویلي، تر شپږ میلیون ډېر ماشومان له لوږې سره مخامخ دي او په دې هېواد کې وضعیت کړکېچنېدونکی دی.

د رپوټونو له مخې، تېر کال واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې د افغانستان اقتصاد مخ په ځوړ حالت کې دی.

طالبان د اقتصادي حالت خرابېدو لامل پر دوی نړیوال بندیزونه او د افغانستان د شتمنۍ کنګلېدل ګڼي.

د عبدالوهاب په نامه یوه کس ویلي: "زموږ ماشومان ژاړي او خوب نه کوي. هېڅ خواړه نه لرو. موږ درملتون ته ورځو ګولۍ اخلو او خپلو ماشومانو ته یې ورکوو چې خوبوړي یې کړي".

دی د افغانستان له دریم لوی ښار هرات بهر اوسېږي، کور یې په سیمه کې له هغو زرګونه کوچنیو خټینو کورونو یو دی،‌ چې استوګن یې د تېرو څو لسیزو له کبله کډه شوي وو او اوس بېرته ورته راستانه شوي دي.

عبدل هغه د هغو ګڼو خلکو ډله کې دی چې زموږ روغبړ کې راګډ شو. موږ ترې وپوښتل چې ایا د خپلو ماشومانو د ارامولو لپاره نشه يي درمل ورکوي؟

ځواب یې دا و چې "موږ زیاتره، ټول دا کار کوو".

غلام حضرت له خپل جیبه یوه ټوټه راویستله. دا الپرازولم وو- هغه نشه کوونکي درمل چې معمولاً د اضطراب او خپګان لپاره وړاندیز کېږي.

د نشې ۵ ګولۍ د ۱ ډوډۍ په بیه

اوس پنځه الپرازولم ګولۍ د یوې وچې ډوډۍ په بیه دي
د عکس تشریح، اوس پنځه الپرازولم ګولۍ د یوې وچې ډوډۍ په بیه دي

غلام شپږ ماشومان لري، چې تر ټولو کوچنی یې یو کلن دی.‌ هغه وویل: "ان هغه [کشري] ته یې هم ورکوم".

نورو کسانو موږ ته اسیټالوپرام او سرټرالین ګولۍ راوښودې او وايي چې خپلو ماشومانو ته یې وکولې. معمولا دا ګولۍ هم د خپګان او اضطراب د اراملو لپاره ورکول کېږي.

ډاکټران وايي، کله چې ماشومانو ته کافي تغذیه نه شي ورکول کېدای، نو دا ډول نشه يي توکي ځیګر ته د زیان رسولو سربېره لکه د اوږدې ستړیا، خوب او د چلن د اختلالاتو لامل ګرځي.

د هرات په څنډه کې دا خلک د کار موندلو له ستونزو سره مخامخ دي
د عکس تشریح، د هرات په څنډه کې دا خلک د کار موندلو له ستونزو سره مخامخ دي

په یوه سیمه ییز درملتون کې مو ولیدل چې ګنې تاسو د درملو پنځه ګولۍ په ۱۰ افغانیو (شاوخوا ۱۰ سنټو) یا د یوې ډوډۍ په بیه اخیستی شي.

ډېری کورنۍ چې موږ ولیدې هره ورځ دوی یوازې یو څو ډوډۍ پخپلو کې سره شریکوي. یوې ښځې را ته وویل دوی په سهار کې وچده ډوډۍ خوري او د شپې مهال اووب کې وچه ډوډۍ لمدوي او یا یې خوري.

ملګرو ملتونو ویلي، اوس افغانستان کې یو "بشري ناورین" دی ښکاري.

له هراته بهر یوه سیمه کې ګڼ سړي په ورځانه (روزانه) مزودري کوي. دوی وايي له کلونو راهیسې همداسې سخت ژوند تېروي.

په ۱۰۰ افغانیو ورځانه (روزانه)

خو کله چې د تېر کال اګسټ میاشت کې بیا واک ته ورسېدل، له افغانستان سره ځینې نړیوالې مرستې بندې شوې چې د اقتصادي سقوط لامل شوې او ګڼو سړو به ډېرې ورځې مزدوري نه شوای موندلی.

دوی به ډېر کم وخت کار پیدا کاوه، د ورځې به ۱۰۰ افغانۍ ورکول کېدې.

موږ چې هرځای ته ولاړو ومو لیدل چې خلک د لوږې د مخنیوي لپاره د خپلو کورنیو د ژغولو په پار خورا سختو کارونو ته مخه کړې ده.‌

عمار (اصلي نوم نه دی) راته وویل، درې میاشتې مخکې یې د خپل پوښتورګي ایستلو عملیات وکړ او موږ ته یې نشه انچه داغ وښود - چې د ګنډلو کوکونه یې لا هم ګلابي ښکارېدل-.‌

هغه به د شلو کالو و. ده راته وویل: "بله چاره نه وه. اورېدي مې وو چې تاسو تاسو په یوه سیمه ییز روغتون کې پښتورګي پلورئ. زه هلته ولاړم او ورته ومې ویل چې غواړم".

"هغوی یوڅه معاینات ورکړل، بیا یې ما ته پیچکارۍ راکړې چې بې‌هوښه شم. وېرېدم خو بله چاره مې نه درلوده".

عمار وايي، درې میاشتې مخکې یې خپل پښتورګی د پور ورکولو لپاره ایستلی او پلورلی دی
د عکس تشریح، عمار وايي، درې میاشتې مخکې یې خپل پښتورګی د پور ورکولو لپاره ایستلی او پلورلی دی

عمار ته ددې په بدل کې شاوخوا ۲۷۰۰۰۰ افغانۍ (۳۱۰۰ ډالر) ورکړل شوي چې ډېری یې دا پیسې یې د خپلې کورنۍ د پېرل شویو خوراکي توکو د پور پرې کولو لپاره ورکړې.

هغه وویل: "که یوه شپه څه وخور، به یې نه خورو. زما د پښتورګو له پلورلو وروسته داسې انګېرم چې زه نیم سړی یم. زه د نهیلۍ احساس کوم. که ژوند همداسې دوام وکړي فکر کوم چې مړ به شم".

په افغانستان کې د پیسو په بدل کې د بدن د غړو پلورل کومه نوې خبره نه ده. دا کار د طالبانو تر واکمنۍ مخکې هم کېده.

په یوه بل ساړه کور کې مو یوه بله مور ولیده چې اوه میاشتې مخکې یې خپل پوښتورګي پلورلي وو. دوی باید خپل پور ادا کړی وای- هغه پیسې چې د مېږو پېرودلو لپاره یې پور کړې وې.

د دوی څاروي څو کاله مخکې سېلاب کې مړه شول او ژوند د څرخ اړولو وسیله یې له لاسه ورکړه.‌

۲۴۰۰۰۰ افغانۍ (۲۷۰۰ ډالر) چې هغې د پښتورګو د خرڅولو له کبله اخیستي وو، کافي نه دي.

هغې وویل: "اوس اړ یو چې خپله دوه کلنه لور وپلورو. هغه خلک چې موږ ترې پور اخیستی هره ورځ مو ځوروي او وايي که پور رانه کړئ نو خپله لور راکړئ".

د هغې مېړه وویل: "زه له خپل وضعیت ډېر شرمېږم. ځینې وخت داسې انګېرم چې له دې ژوند خو مرګ ښه دی".

په وار وار مو اورېدلي چې خلک خپلې لوڼې پلوري.

نظام الدین چې له سترګو یې اوښکې روانې وې راته وویل: "ما خپله پنځه کلنه لور په سل زره افغانیو وپلورله".

عبدالغفار چې سیمه ییز مشر دی وویل: "پوهېږو چې دا د اسلامي قوانینو خلاف دی او دا چې موږ د خپلو ماشومانو ژوند په خطر کې اچوو، خو بله لار نشته".

د ۴ کلنې نازیې ودول

نازیه لاهم له خپلې کورنۍ سره اوسېږي، خو د واده شوي ماشوم کورنۍ ته به په ۱۴ کلنۍ کې ورکړل کېږي.
د عکس تشریح، نازیه لاهم له خپلې کورنۍ سره اوسېږي، خو د واده شوي ماشوم کورنۍ ته به په ۱۴ کلنۍ کې ورکړل کېږي.

یوه کور کې مو له څلور کلنې نازیې سره وکتل، دا یوه هوښیاره کوچنۍ نجلۍ ده چې له خپل اتلس میاشتني ورور شمس الله سره یې د لوبې وخت کې خوله له خندا ډکه وه.‌

د هغې پلار حضرت الله راته وویل: "موږ د خوراکي توکو اخیستو پیسې نه لرو، نو ما په ځايي جومات کې اعلان وکړ چې زه غواړم خپله لور وپلورم".

نازیه د سوېلي کندهار ولایت یوې کورنۍ ته له یوه هلک سره د واده لپاره پلورل شوې ده. ‌دا به په ۱۴ کلنۍ کې لېږدول کېږي.

تر اوسه حضرت الله د هغې لپاره دوه ځله پیسې ترلاسه کړې دي.

حضرت الله د شمس الله کمیس راپورته کړ او وویل: "ما ډېره برخه پیسې د خپل کوچني زوی لپاره د خوراکي توکو په اخستو او ځینې یې د درملو لپاره ولګولې. هغه ته وګوره هغه لاهم خواری دی".

په افغانستان کې وړاندې هم تر پنځو کلونو د ټیټ عمره ماشومانو د خوارځواکۍ د اغېزې ثبوت شته.

د بې پولې ډاکټرانو د رپوټ له مخې، په ټول هېواد کې د خوارځواکۍ درملنې لپاره د دوی په بنسټونو کې د داخلېدو کچه د تېر کال پرتله ۴۷ سلنه لوړه شوې ده.

دا بنسټ په هرات کې د خوارځواکۍ له منځه وړلو یو مجهز مرکز لري چې د ګاونډیو ولایتونو لکه غور او بادغیس خلک هم ورځي، هلته تېر کال د خوارځواکۍ کچه ۵۵ سلنې پورې ختلې وه.

امید خوارځواکی دی. هغه په ۱۴ میاشتو عمر کې یوازې ۴ کیلوګرامه وزن درلود، ډاکټرانو راته وویل چې په دې عمر کې یو عادي ماشوم باید لږ تر لږه ۶٫۶ کیلوګرامه وزن ولري. د هغه مور امنه باید روغتون ته د تللو لپاره پیسې پور کړي.

د ۱۴ میاشتو امید لکه د نوي زیږېدلي ماشوم په شان وزن لري
د عکس تشریح، د ۱۴ میاشتو امید لکه د نوي زیږېدلي ماشوم په شان وزن لري

موږ په هرات کې د طالبانو د ولایتي ادارې له ویاند حمیدالله متوکل وپوښتل چې دوی د لوږې د ختمولو لپاره څه کوي؟

هغه راته وویل: "دا وضعیت پر افغانستان د نړیوالو بندیزونو او د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو نتیجه ده. زموږ حکومت هڅه کوي مالومه کړي چې څومره کسان اړمن دي. ډېری خلک د خپل وضعیت په اړه دروغ وايي، ځکه چې فکر کوي مرسته ترلاسه کولی شي".

هغه دا هم وویل چې طالبان هڅه کوي کاري فرصتونه رامنځ ته کړي "موږ د اوسپنې د کانونو او ګازو د نللیکې د پروژې پرانیستلو په لټه کې یو"

خو دا امکان نه لري چې ژر پیل او خلک په کار شي.

خلکو راته وویل چې دوی د طالبانو د حکومت او نړیوالې لخوا د ګوښه کېدو احساس کوي.

لوږه یو ورو او ارام وژونکی دی، چې اغېز یې سملاسي نه لیدل کېږي.

د نړۍ له پامه لیرې د افغانستان د کړکېچ اندازه به هېڅکله په رښتیا روښانه نه شي، هېڅوک حساب پرې نه کوي.

خبري پوښښ کې ایموجېن انډرسن او ملک مدثر هم برخه اخیستې ده.