د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي په دغه هېواد کې روان وضعیت خواشینونکی بللی

ښاغلی آیدې په ۲۰۰۹ کال کې له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او امریکايي سناتور جان کېري سره. ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلی آیدې په ۲۰۰۹ کال کې له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او امریکايي سناتور جان کېري سره. ارشیف تصویر

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای آيډې په دغه هېواد کې روان وضعیت خواشینونکی بللی.

ناروېژی ديپلومات کای آیډې چې د ۲۰۰۸ کال له مارچه د ۲۰۱۰ کال تر مارچه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشر او د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی و، له کورناستۍ او تقاعد پنځه کاله وروسته هم د افغانستان خبرونه څاري او خواشینونکې يې بولي.

هغه تازه پرون په یوه ټویټ کې ليکلي چې د افغانستان د خبرونو څارل ورته یوه خواشینونکې چاره ده. هغه ویلي چې همېشه د خبرو ملاتړی و او له تېرو پنځوسو کلونو يې د فکر او عمل له بنسټونو و، خو وايي اوس چې د کابل د هرې ورځې بد خبرونه ګوري نو دې پایلې ته رسېږي چې هر ډول معنادارې خبرې ناشونې دي.

هغه ویلي چې ښايي ځینې یې تېرایستل وګڼي خو ده ته دا یوازې او یوازې خواشینونکې ده.

کای آیډې چې په افغانستان کې د ۲۰۰۹ کال د ناندریزو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د یوناما مشر و، په افغانستان کې د واک پر سر شخړه په نوم کتاب هم لیکلی او د ۲۰۱۰ کال په لومړیو میاشتو کې یې دا هم ډاګیزه کړې وه چې له طالب قوماندانانو سره يې په پټه کتلي وو چې د سولې په شرایطو خبرې ورسره وکړي.

ښاغلی آی ډې اوس پر خپل ټویټر د یو شمېر کارنانو له پوښتنو او غبرګونونو سره هم مخ شوی. ځینو ورته ليکلي چې ستاسو په څېر ساده لوحانو فکر کاوه چې طالبان بدل شوي. ځینو بیا ليکلي چې دوی هم خواشيني دي چې طالبان پر خبرو او سوله‌ييز ګډ ژوند باور نه لري.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

ښاغلي آیډې تور لګولی چې د افغانستان د اوسني وضعیت مسؤل له یوې ناکامې مداخلې د امریکا وتل او د ولسمشر محمد اشرف غني بې لیاقته ولسمشري ده.

په افغانستان کې د سولې د خبرو له ماتې، د جمهوري نظام له پرځېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د لوړپوړو دیپلوماتانو او پخوانیو چارواکو تبصرې وخت ناوخت د افغانستان اوسني نازک او خرابېدونکي حالات او تېر سره تړي او نظرونه پرې څرګندوي.

تازه دا تېره اونۍ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي دفتر سیګار په یوه تازه رپوټ کې د مخکیني افغان حکومت د پرځېدا د لاملونو په سر کې د افغانستان د جمهوري دولت د واکمنانو په دې نه پوهېدل هم بللي وو چې امریکایان له افغانستانه د وتلو په تړاو جدي وو.

پخلاینې ته د طالبانو نه لېوالتیا او په جمهوري نظام کې د طالبانو پر شاملولو ټینګار او په حکومت کې پراخ فساد يې هم د جمهوري نظام د پاشل کېدو نور مهم لاملونه ګڼلي وو.