"طالبان باید ټولشموله حکومت جوړ کړي؛ بیا به ورسره د اړیکو پر عادي کولو غور کېږي"

د ناروې لومړی وزير

د عکس سرچینه، Getty Images

د ناروې لومړي وزیر یونس سټور ویلي، د افغان طالبانو او نړۍ ترمنځ د اړیکو له عادي کېدو وړاندې اړینه ده چې دا ډله د خپل حکومت په اډانه کې پراخ سیاسي شمولیت ته لار هواره کړي.

ښاغلي سټور ویلي، افغان طالبانو سره د اوسلو په ناسته کې د بشري حقونو، ټولشموله حکومت، بشري مرستو او د نجونو د زدکړو پر موضوعاتو جدي خبرې شوې دي.

نوموړي چارشنبه نیویارک کې د افغانستان په اړه د امنیت شورا له غونډې وړاندې خبریالانو ته وویل، طالبانو سره باید حساب وشي او وکتل شي چې دې برخو کې څه ګامونه پورته کوي.

ښاغلي سټور تمه وښوده چې د اوسلو غونډه به دې ته زمینه برابره کړي چې ملګري ملتونه افغانستان کې د خپل ماموریت لمنه یو ځل بیا پراخه کړي.

نوموړي وویل: "دا زموږ مسؤلیت دی چې د نړۍ پام افغانستان ته را واړوو. دا مهال میلیونونه افغانان له بشري ناورین سره مخ دي، چې لږ تر لږه یو میلیون ماشومان هم پکې شامل دي. موږ باید په سمه توګه افغانستان ته مرستې ورسوو".

د ناروې لومړي وزیر زیاته کړه، په راتلونکي پسرلي کې به ګوري چې ایا افغانستان کې نجونې ښوونځیو ته ځي، ایا د بشري مرستو ادارې دې هېواد ته لاسرسی لري، او ایا طالبان دولتي مامورینو ته معاش ورکولی شي که نه.

ناروې: له طالبانو سره د لوېدیځوالو خبرې په هېڅ دلیل هم مشروعیت ورکول نه دي

د طالبانو پلاوی د ناروې له لوري په یوه ځانګړې شوې الوتکه کې ستون شو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو پلاوی د ناروې له لوري په یوه ځانګړې شوې الوتکه کې ستون شو

د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د امریکا او اروپا له استازو سره د طالبانو د پلاوي له لیدنو وروسته د ناروې بهرنیو چارو وزیره انیکن هویټفلډ وايي، د دې خبرو لپاره اسانتیا چمتو کول ''په هېڅ دلیل '' د افغانستان اوسنیو واکمنو ته د مشروعیت ورکولو مانا نه لري او د ناروې په سیاست کې هم د ''هېڅ بدلون '' په مانا نه دي.

نوموړې وايي، کلونه کېږي چې ناروې له طالبانو سره خبرې کوي. د اوسلو خبرو په پای کې د ناروې بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دې خبرو په هکله ویل شوي، "د اوسلو مذاکرات د یو شمېر افغانانو د غوښتنو په ځواب کې له لوېدیځوالو متحدینو سره له مشورې وروسته تر سره شول".

طالبانو دا غونډه مثبته بللې او د بهرنیو هېوادونو له استازو سره د خبرو پر مهال یې یو ځل بیا ژمنه کړې ده چې له راتلونکي پسرلي به په ټول هېواد کې د نجونو لپاره د ثانوي ښوونځیو په ګډون د ټولګیو دروازې پرانیزي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي، دغه ناسته کې د بشر، ښځو حقونو او یو شمېر نورو موضوعاتو اړوند ''ځینې اندېښنې '' شریکې '' شوې چې د اعلامیې په ټکو د طالبانو پلاوي ''وضاحتونه ورکړل '' او ''د عفوې فرمان تطبیق، عدالت تامین او ټولو نړېوالو قوانیونو ته د اسلام او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې د مکملې ژمنتیا او همکارۍ ډاډ یې ورکړ. ''

طالبانو د دې مذاکراتو کوربتوب له کبله د ناروې حکومت مننه کړې، د امریکا او نړیوالو مالي ادارو له لوري یې د کنګل شویو افغان شتمنیو خوشې کېدو او بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د اروپايي استازو په ګډون له طالبانو سره خبرې وکړې.

د ناروې بهرنیو چارو وزیرې بیا پر دې موضوع د خبرو پر مهال زیاته کړه: ''پوهېږو چې طالبان له خپلو ګټو په زغرده دفاع کوي او په رسمیت پېژندل کېدو پسې ګرځي. یو دلیل چې ما د بهرنیو چارو وزیرې په حیث له دوی سره و نه لیدل همدا و. ''

نوموړې وايي: ''موږ خپلې غوښتنې په څرګند ډول وړاندې کړې، اوس به وکتل شي چې طالبان پر خپلو خبرو عمل کوي او که نه. د ناروې یو مهم او بنسټیز اصول د سولې او روغې جوړې ته د رسېدو لپاره له ټولو لوریو سره د خبرو کول دي. ''

په اعلامیه کې د اغلې هویتفلد له قوله ویل شوي: ''په یوه سوله ییز ځای کې طالبانو ته مخامخ پیغام ورکړل شو چې مشروعیت باید خپله له افغانانو وي، او دا په روغه جوړه او د ټولګډونه حکومت په بڼه پورې تړلی دی.''

نوموړې ټینګار کړی چې یوازې څو ورځې خبرې د افغانستان وضعیت نه شي بدلولای، بلکې د افغانانو تر منځ روغه جوړه او له طالبانو سره د لویدیځوالو د تعامل لپاره د یوه چوکاټ رامنځته کول وخت غواړي.

په تېر اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د بهرنیو استازو په ګډون یو شمېر افغان فعالانو هم له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې برخه اخیستي چې د اغلې هویتفلد په خبره ''د امنیتي ملحوظاتو له کبله په افغانستان کې داسې غونډه رابلل ناشونې ده. ''

له دې خبرو وروسته د افغان مدني فعالانو او طالبانو په یوه ګډه اعلامیه کې د داسې غونډو پر دوام ټینګار شوی.

بل لور د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي پخواني استازي کای ایډي د ناروې حکومت پر هغه اقدام 'ویاړي ' چې په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت پلاوی، مدني فعالان او د یو شمېر مهم رول لرونکو هېوادونو استازي پلازمېنه اوسلو کې یوې غونډي ته بللي وو.

ښاغلي ایډي په یوه ټویټر پیغام کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د ناستې یو تصویر خپور کړی او په وینا یې ''د یوه سپین ږیري په حیث دا لیدنه ورته د ویاړ لامل ده. ''

نوموړی په داسې حال کې چې وايي، ''د ټولو لپاره د بیان ازادي او پوهنه لومړیتوب ورته لري '' له امریکا متحدو ایالتونو غوښتي چې د ''ناورین مخنیوي لپاره '' باید د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي.

د ناروې له دې ناستو سره هممهاله د اروپا یو شمېر ښارونو کې د دې غونډې او ناروې ته د طالبانو پلاوي وربللو پر ضد احتجاجونه هم شوي دي.