د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي افغانستان کې له ۴۰۰ زره اړمنو کسانو سره د نغدو پیسو مرسته کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې د ژمي را رسېدو سره افغانستان کې میلیونونه کسان د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري. نو ځکه غواړي تر ټولو اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وکړي.
دا اداره وايي افغانستان کې د خلکو پراخې اړتیا ته په کتو یې پرېکړه کړې چې له څلور لکه ډېر اړمنو کسانو سره نغدي مرسته وکړي.
یو این ایچ سي آر پر ټویټر یوه بیان کې ویلي افغانستان کې میلیونونه کسان د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري. نو له همدې امله دوی غواړي ژمي کې ډېرو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي چې د ژمي له سړې هوا ځان وژغوري.
د کډوالو چارو اداره وايي افغانستان کې څه باندې اته سوه زره کسان له خپلو مېنو بې ځای شوي، د دې کسانو اتیا سلنه یې ماشومان او ښځې دي. وچکالي، زلزلې او کورونا هم افغانستان کې پراخ اقتصادي او ټولنیز منفي اغېز کړی دی.
له دې وړاندې یونیسف هم له یو ۱۱۱ زره کورنیو سره د مرستې ژمنه کړې، یونیسف ویلي وو نغدي مرسته د بېوزلو د لاسنيوي تر ټولو غوره لار ده.
خو د مرستو په ویش کې ستونزې شته او تل خلک شکایت کوي چې ګواکې ټولو وړ کسانو ته مرسته نه رسېږي، ځینې نور بیا د مرستو په ویش کې د فساد خبره هم کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له بلې خوا د سره صلیب نړیوالې کمیټې افغانستان کې د اقتصاد کړکېچ، او د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شویو ستونزو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
سره صلیب ویلي افغانستان تېرو دوه کلونو کې وچکالۍ ځپلی او راتلونکی کال هم ښايي ډېر خلک له دې امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.
د یاد بنسټ په رپوټ کې ویل شوي چې د روان ۲۰۲۲ کال د دویمې ربعې پر تله په درېیمه ربعه کې د خلکو عاید ۱۴ سلنه کم شوی، او اکثره کورنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري.
د سره صلیب د معلوماتو له مخې افغانستان کې نژدې شل میلیونه وګړي کافي خواړه نه لري او څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.










