سور صليب: د ژوندي پاتې کېدو لپاره به راتلونکی ژمی افغانان له سختو کړاوونو سره مخ وي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي
د سره صليب نړیوالې کمېټې چارواکي وايي افغانان به د را روان ژمي په ډېرېدونکو کړاونو کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډېرې سختۍ وګالي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي مشر ویلي په افغانستان کې اقتصادي تنګسې او پر طالبانو لګېدلو بندیزونو وضعیت لا ترېنګلی کړی.
د يادې ادارې عملیاتي مشر مارټین شووپ پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راهیسې لومړی ځل تازه هلته له خلکو او چارواکو سره د خبرو لپاره تللی.
مارټین شووپ پر خپل ټویټر ليکلي چې په افغانستان کې د لومړنیو توکو بیې لوړې شوې او دې ډېرو خلکو ته ګوزاره ګرانه کړې ده.
نوموړي ليکلي چې په منځني ډول افغانې کورنۍ د خپلو لومړنیو خوراکي اړتیاوو یوازې ۸۲ سلنه پوره کولی شي او نورو لومړنیو اړتیاوو ته هېڅ پیسې نه ورپاتې کېږي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د نوموړي له خولې ليکلي، د بیې پر لوړېدو سربېره بندیزونو هم سختې پایلې لرلې. هغه په یوه مرکه کې ویلي، په ډېرېدونکې کچه د داسې افغانانو شاهد یوو چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره خپل شته پلوري او د کورونو د ګرمولو په څېر اړتیاوې پرې پوره کوي خو په ورته مهال د خوړو او نورو لومړنیو توکو له ډېرېدونکو بیو سره هم مخ دي.
مارټين شووپ ویلي، بندیزونو، پر وخت افغانستان ته د اړتیا وړ مرستې رسول ګران کړي او ټینګار يې کړی چې په ټولو بندیزونو کې باید بشري مرستې استثنا وي تر څو د سره صلیب په څېر ادارې هلته کار ته دوام ورکړلی شي.
سور صلیب همدا اوس په افغانستان کې هره میاشت د ۱۰۵۰۰ روغتيايي کارکوونکو تنخواوې ورکوي.
خو د سره صلیب د چارو د برخې مشر ویلي، دوی پوهېږي چې د روغتیايي کارکوونکو د تنخواو ورکړه د دوی دنده نه ده او دوی د یوه بشري مرستندوی بنسټ په توګه په ډېر استثنايي ډول ځکه دا کار کوي چې غواړي هلته د خدماتو له دوام څخه ډاډه شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
سره صلیب ویلي، یوازې په روان میلادي کال کې يې تر خپل ملاتړ لاندې روغتونونو کې د دوه ميلیونه افغانانو درملنه کړې ده.
ښاغلی شووف چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لومړی ځل افغانستان ته تللی وايي، د طالبانو له واکمنېدو راهیسې تقریبا په ټولو زندانونو کې ډېری بندیانو ته (۸۰ سلنه) دوی خواړه ورکوي، که څه هم د ټولو بندیانو دقیق شمېر يې نه دی یاد کړی.
دغه بنسټ له دې وړاندې ویلي وو چې یوازې په روان میلادي کال کې يې په میاشتني ډول په یوولسو زندانونو کې ۱۲۰۰۰ بندیانو ته خواړه ورکړي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د نړیوالو بنسټونو د ارزونو له مخې د افغانستان له شاوخوا څلوېښت ميلیونه اټکلي نفوسه ۲۴نیم ميلیونه يې بشري مرستو ته اړ دي چې نیمايي یا نژدې شل ميلیونه يې د خوړو له شدید کمي سره مخ دي.
د ژمي په را نژدې کېدو او د اندېښنو له ډېرېدو سره هممهاله، د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان ویلي، د ژمي را روانې لوږې ته د چمتووالي په خاطر یې د افغانستان په لېرو سیمو کې د خوړو خوندي ساتلو ۳۴ زېرمتونونه جوړ کړي چې د ۱،۵ میلیونه هغو وګړو لپاره خواړه وساتي چې د واورې او یخنۍ له امله خوړو ته لاسرسی نه لري.









