سره صليب نړيوالې کمېټې افغانستان کې خپل فعالیت بیا پیل کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
وروسته له هغه چې وسله والو طالبانو افغانستان کې سره صلیب نړېوالې کمېټې ته د بیا فعالیت اجازه ورکړه، دې ادارې نن د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې افغانستان کې یې خپل فعالیت بیا پیل کړ. دغې کمیټې څه باندې پنځه میاشتې وړاندې وروسته له هغې خپل فعالیتونه ودرول چې طالبانو د دوی د امنیت ساتنې په برخه کې خپل مسئولیت ختم کړ.
د سره صلیب نړېوالې کمېټې د افغانستان د برخې مسول 'Schaerer Juan-Pedro' شیرير خوان پیدرو په خپله ټویټرپاڼه کې کښلي چې د وسله والو طالبانو له خوا د نویو امنیتي تضمینونو هرکلی کوي او زیاتوي چې دې سره به وتوانېږو د افغانستان د جګړې له زیانمنو شویو کسانو سره کار وکړي.
دوی وايي، مسوولانو یې په دوحه کې له طالب مشرانو سره خبرې اترې کړي چې په ترڅ کې یې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه یو جامع پوهاوی رامنځته شوی دی.
بل خوا وسله والو طالبانو په خپلې خپرې کړې اعلامیې کې ويلي چې په افغانستان کې یې د سره صليب د نړېوالې کمېټې فعاليتونو د بيا پيل اجازه ورکړې.
دوی وايي، په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې د فعاليتونو د کميت او کيفيت په اړه يو لړ مهم ملاحظات درلودل چې له امله یې د دوی پر فعالیتونو بندیز لګېدلی وو او هغه امنیتي ژمنه یې لغوه شوه چې په عمومي ډول په افغانستان کې متعهدو موسساتو ته ورکوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
وسله وال طالبان په خپلې اعلامیې کې وايي چې د قطر په مرکز دوحه کې د دوی د مسئولينو او د سره صليب د نړيوالې کمېټې د مشرانو ترمنځ تر مسلسلو اړیکو او بحثونو وروسته د سره صليب نړيوالې کمېټې او وسله والو طالبانو تر منځ د پخوانیو تعهداتو سربېره د بشري مرستو په برخه کې نوې ژمنې هم وشوې چې پر اساس یې دوی ته د بیا فعالیت اجازه ورکړل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو په تېره اپریل میاشت کې په افغانستان کې د سره صلیب او د روغتیا د نړیوال سازمان یا "ډبلیو اېچ او" پر فعالیتونو له خپلې خوا د بندیز اعلان کړی و او همدارنګه سره صلیب هم په خپل اعلان کې ویلي و چې د امنیتي ګواښونو له کبله په ټول افغانستان کې خپل فعالیتونه بندوي.
د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي و چې په هېواد کې د جنګي وضعیت له کبله ځینې مرستندویه ادارې خپل فعالیتونه په سمه توګه نه تنظیموي. دوی ویلي وو چې سور صلیب او د روغتیا نړیوال سازمان پر خپلو هغو ژمنو نه و ولاړ چې د خپلو فعالیتونو په اړه یې له اسلامي امارت سره کړې وې.
د سره صلیب رسنیزې برخې مشر روبین واودا بي بي سي ته ویلي و چې افغانستان کې د خپلو کارکوونکو خوندیتوب ته اندېښمن دي او په خبره یې هڅه کوي، د خبرو له لارې دغه ستونزه هواره شي.
طالبانو تر دې وړاندې هم د سره صلیب ادراې پر فعالیتونو نیوکې کړې وې. د ۲۰۱۷ میلادي کال په اکتوبر میاشت کې یادې ادارې د امنیتي ننګونو له کبله یې افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو وروسته بیا طالبانو اعلان کړی و چې د دې ادارې د کار کوونکو امنیت ساتنې ته ژمن دي چې ورسره د یادې ادارې فعالیتونه بېرته پیل شول.
د ۲۰۱۶ میلادي کال په ډیسمبر کې د سور صلیب یو کارمن د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې وتښتول او څلور اونۍ وروسته خوشې شو.
د ۲۰۱۷ میلادي کال په فبرورۍ کې د دې ادارې کارکوونکو د افغانستان شمال کې اړمنو خلکو ته توکي لېږدول چې نامعلومو وسله والو یې شپږ کارکوونکي ووژل او دوه نور یې وتښتول.
له اوو میاشتو وروسته دا تښتول شوي کسان خوشې شول.









