طالبان: د سور صلیب کارکوونکو خوندیتوب ته ژمن یو

رر

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

د نړیوالې سور صلیب کمیټې ویاند د ډیر تفصیل له ورکولو پرته ځینو نړیوالو رسنیو سره خبرو کې دا منلې چې له طالبانو سره یې پر امنیتي مسلو هوکړه کړې ده.

دا هوکړه وروسته له هغه کیږي چې طالبانو په افغانستان کې د دغې کمیټې پر فعالیتونو نیوکې وکړې او په یو ډول یې وګواښل چې نور د دوی له بریدونو خوندي نه شي پاتېدی.

طالبانو هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په قطر کې د دې ډلې استازو د سور صلیب نړیوالې کمیټې له چارواکو سره خبرو کې هوکړه کړې چې د پخوا په څیر د دغې کمیټې د کارکوونکو خونديتوب ته ژمن دي.

نږدې یوه میاشت وړاندې د طالبانو باوري سرچینو بي بی سي ته ویلي و چې په کوټه کې د طالبانو د دوی یو پلاوی د ملګرو ملتونو او سور صلیب له استازو سره د خبرو لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی دی.

دغې سرچینې ویلي و دواړه به د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې او د زندانیانو پر تبادلې خبرې وکړي.

دغې سرچینې ویلي و د خبرو بل پړاو به په قطر کې د سپتمبر پر ۲۷ او ۲۸ ترسره کیږي.

هغه مهال د طالبانو یوه ویاند دا خبر نه تایید او نه هم رد کړ.

وروسته چې کله په دوبۍ او بګرام هوايي اډه کې له امریکايي چارواکو سره د طالب استازو د لیدو کتو رپوټونه خپاره شول طالبانو دا رپوټونه په کلکه رد کړل.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سور صلیب د ۲۰۱۷ کال اکتوبر کې شمال کې خپل فعالیت کم کړ.

سور صلیب نړیواله کمیټه له دیرشو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، خو تیر کال په افغانستان کې د دغې کمیټې لپاره تر ټولو سخت او مرګونی و.

د تیر میلادي کال په وروستیو نهو میاشتو کې دغه بنسټ د افغانستان په ځینو برخو په تېره په شمال کې خپل فعالیت کم کړ.

تیر کال په افغانستان کې د سور صلیب کمیټې اوه غړي ووژل شول.

په افغانستان کې ددغې کمیټې مشرې مونیکا زناریلي ویلي و د خپلو کارکوونکو د نه خوندیتوب له امله یې خپل فعالیت محدود کړی دی.

خو تر ټولو لوی ګواښ هغه مهال د دغې کمیټې کارکوونکو ته پيښ شو چې څه باندې دوه میاشتې وړاندې طالبانو وویل نور د سور صلیب کارکوونکو د امنیت په برخه کې خپله ژمنتیا ماتوي، دا ځکه چې د دغې ډلې په وینا د دې کمیټې فعالیتونه د دوی له نظر سم نه دي.

دا غبرګون وروسته له هغه مخې ته راغی چې د افغانستان په تر ټولو لوی څرخي پله زندان کې طالب زندانیانو د نه خوړلو اعتصاب وکړ.

طالبانو ویلي و سور صلیب په زندان کې د زدندانیانو وضعیت ته پام نه کوي او پر فرعي مسلو تمرکز کوي.