د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛ افغانستان نړۍ کې تر بل هر هېواده ډېرې بشري مرستې ته اړتیا لري

د عکس سرچینه، UN
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال رامزالاکبروف چې افغانستان لپاره د بشري مرستو همغږی کوونکي هم دی د امنیت شورا په غونډه کې د دې هېواد د اقتصادي حالت او بشري حقونو اړوند رپوټ وړاندې کړ.
نوموړي وویل، راتلونکي زېږديز کال کې ۶۵ سلنه افغانان نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ده په وينا، "زموږ د لید له مخې د افغانستان د خلکو اقتصادي حالت خورا نازک دی، د خلکو عایدات په ټپه درېدلي. تېر کال دا شمېر ۲۵ سلنه وې او راتلونکي کال کې دا کچه ۳۵ سلنې ته لوړېږي. مالي او بانکې اډانه هم لړزانه ده.د نجونو د ښونځيو په څېر بندیزونو د خلکو پام ور اړولی. دا محدودیتونه د افغان مېرمنو د ټولنیز ژوند د ګډوډېدو لامل شول".
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال وویل زده کړو ته د نجونو پر لاسرسي او د ښځو پر کار بندیزونو په کلني ډول د افغانستان اقتصاد له یوه میلیارد ډالرو ډیر زیان ته اړولی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
رامز الاکبروف راتلونکی کال هم له اقتصادي پلوه ننګونکی وباله او ویې ویل ۱۹ میلیونه افغانان راتلونکي کال کې سخت اړمن او له دې ډلې شپږ میلیونه به بېړنیو مرستو ته اړتيا ولري.
نوموړی وايي پرلپسې وچکالۍ افغانستان ځپلی، د نظام بدلون لا ډېر پسې اقتصاد او ټولنیزه اډانه ویجاړه کړه، او اقلیمي بدلون او طبېعې پیښې نور هغه لاملونه و چې د افغانستان اقتصاد یې د ډوبېدو له ګواښ سره مخ کړ.
ده خبرداری ورکړ که نړیواله ټولنه دې حالت ته پام ونه کړي د خوارځواکو ماشومانو شمېر به دغه هېواد کې ډېر شي او هغه کورنۍ چې ژوند یې پر کر کیله پايي له لوږې او اقتصادي کړاو سره به مخ شي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د رپوټ پر مهال دا هم وویل چې ۲۱ میلیونه افغان وګړي د څښاک پاکې اوبه نه لري چې له امله یې د کولرا په څېر ګڼې ناروغۍ پېښېږي.
ښاغلي الاکبروف د طالبانو له حکومته وغوښتل چې ژر دې د نجونو تړلي ښوونځي پرانیزي او د ښځو د حقونو او فردي ازادیو پر سر لګېدلي محدودیتونه دې لېرې کړي.
ملګرو ملتونو کې د محتدو عرب اماراتو استازي غونډه کې د اقتصادي رغېدا لپاره پانګونه مهمه وبلله خو وايي شرط یې دا دی چې باید طالبان پانګوالو ته شرایط برابر کړي، د دې لپاره چې سوداګر له وېرې پرته هلته فعالیت وکړي.
د روسيې استازي وویل، ټول د افغانستان لپاره یو ډول موخې لرو، او غواړو دغه هېواد ټیکاو او ثبات ولري خو په دې چاره کې افغانان هم مهمه ونډه لرلی شي چې خپل هېواد د ابادۍ لور ته روان کړي.










