چاپېريال او کډوالي: ملګري ملتونو وايي ۷۰ سلنه کډوالي د اقليمي ناورين له کبله ده
ملګري ملتونه وايي د نړۍ اویا په سلو کې کډوالۍ د اقلیمي بدلون له امله دي چې د افغانستان، سوریې، یمن او د افریقا د ځینو هېوادونو وګړي پکې ډېر بې ځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د وینا له مخې تېر کال په هره ثانیه کې یو کس د چاپېریالي زیانونو له امله له خپلې مېنې وتلی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د کډوالو وزارت بي بي سي ته ویلي، وروستیو طبیعي پېښو، زلزلو او سېلابونو ۱۳۳ زره کورنۍ بې کوره کړي، چې د ژمي د سړې څپې په رارسېدو له سخت کړاو سره مخامخېدلی شي.