حامد کرزي ته بیا "بهر ته د سفر اجازه ور نه کړل شوه"

حامد کرزی

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, حفیظ الله معروف
    • دنده, بي بي سي لندن

بي بي سي پښتو پاڼې ته یوې سرچېنې ویلي، د افغانستان مخکيني ولسمشر حامد کرزي ته یو ځل بیا د طالبانو حکومت اجازه نه ده ورکړې چې له دغه هېواده بهر یوه کنفرانس کې برخه واخلي.

ښاغلی کرزی په جرمني کې یوه څېړنیز بنسټ غونډې ته د وینا لپاره بللی و خو د سرچینې په وینا طالب چارواکو اجازه نه ده ورکړې چې له هېواده بهر لاړ شي.

د (کوربور) په نامه دغه بنسټ د نړۍ پر بېلا بېلو ټولنیزو او سیاسي مسایلو بحثونو او شننې کوي. د دې بنسټ پر ویب پاڼه اوس لیکل شوي چې ښاغلی کرزی به د روانې اوکټوبر میاشتې پر ۲۴ پر انلاین بڼه د یاد بنسټ په بحث کې برخه واخلي.

د روان کال په مې میاشت کې هم پخواني ولسمشر حامد کرزي ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې متحده عرب اماراتو ته ولاړ شي.

هغه مهال ښاغلي کرزي غوښتل چې د متحده عرب اماراتو ولسمشر او د ابوظبۍ امیر شیخ خلیفه بن زاید بن سلطان آل نهیان فاتحه کې د ګډون او غمشريکۍ لپاره امارتو ته ولاړ شي.

طالبان رسماً دا نه مني چې کوم پخوانی سیاسي مشر دې افغانستان کې دننه نظر بند وي. بي بي سي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی په دې اړه پوښت، خو هغه ویل "مالومات نه لري"

د طالبانو حکومت بهر ته د تللو افغان سیاستوالو د وربللو لپاره ځانګړی کمیسیون جوړ کړی خو مشر یې څو میاشتې وړاندې وویل چې "پخوانيو چارواکو ته حکومتي څوکۍ نه ورکوي."

پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو راهیسې حامد کرزی، ډاکټر عبدالله عبدالله او فضل هادي مسلمیار هغه څو سیاسي مشران وو چې په افغانستان کې پاتې شوي دي.

څو میاشتې وړاندې، ډاکټر عبدالله عبدالله وروسته له ډېره وخته هند کې د خپلې کورنۍ لېدو لپاره تللی و خو دا څوم ځل دی چې حامد کرزي ته بهر د سفر اجازه نه ورکول کېږي.

سرچینو بي بي سي ته ویلي کله چې په افغانستان مهم سیاستوال بهر ځي، باید د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، ملي امنیت او ځینې نورې امنیتي ادارې یې د سفر لپاره چمتوالی ونیسي.