"طالبانو اماراتو ته د حامد کرزي د سفر مخه نیولې"

حامد کرزی

د عکس سرچینه، DR ABDULLAH FB

د عکس تشریح، سرچینې وایي، ښاغلي کرزي غوښتل د اماراتو د ولسمشر جنازه کې د ګډون لپاره دې هېواد ته سفر وکړي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نژدې سرچینو بي بي سي ته ویلي، طالب چارواکو نوموړي ته متحده عرب اماراتو ته د سفر اجازه نه ده ورکړې.

سرچینې وایي، ښاغلي کرزي غوښتل چې د متحدو عرب اماراتو ولسمشر او د ابوظبۍ امیر شیخ خلیفه بن زاید بن سلطان آل نهیان فاتحه کې د ګډون او غمشريکۍ لپاره امارتو ته ولاړ شي.

طالبانو لا په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې پر پخوانیو چارواکو دې د سفر کوم بندیز لګېدلی وي.

پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو راهیسې حامد کرزی، ډاکټر عبدالله عبدالله او فضل هادي مسلمیار هغه څو سیاسي مشران وو چې په افغانستان کې پاتې شوي وو.

سرچینو بي بي سي ته ویلي، متحد عرب اماراتو ته د پخواني ولسمشر کرزي د سفر ټول تدابیر نیول شوي وو او تمه کېده د شنبې پر ورځ دا سفر ترسره شي، خو طالب چارواکو یې مخه نیولې ده.

حامد کرزي ته یوې بلې نږدې سرچینې هم بي بي سي ته ویلي، طالب چارواکو ورته ویلي چې د حامد کرزي د سفر موضوع یې له خپل رئیس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند سره شریکه کړې ده، خو لا په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

خو د سرچینې په وینا، د اصولو له مخي د دغه ډول سفرونو لپاره یوازې د بهرنیو چارو وزارت ته خبر ورکول کیږي او د اجازې اړتیا نه وي.

کابل

د عکس سرچینه، Dr. Abdullah Facebook

د عکس تشریح، کرزی او عبدالله د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته د ګڼو نورو سیاستوالو برعکس کابل کې پاتې شول

د طالبانو له واکمنېدو راهیسې داسې ناتائید شوي رپوټونه وو چې ګواکې د پخواني ولسمشر حامد کررزي په ګډون ځینې چارواکي په کورونو کې نظر بند دي.

په دې ډله کې د ملي پخلاینې د عالي شورا د پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبداله یادونه هم کېدله. خو نوموړی وتوانېد چې د کوچني اختر ورځو کې د خپلې کورنۍ لیدو لپاره هند ته ولاړ شي.

ښاغلی عبدالله لا هم په هند کې دی او څو ورځې وړاندې یې د طالبانو پر تګلارو او سیاستونو نیوکې هم وکړې او د پنجشېر او بغلان جګړو کې د ولسي خلکو د وژل کېدو په اړه یې د پلټنو غوښتنه وکړه.

له ښاغلي عبدالله وړاندې د افغانستان د مشرانو جرګې پخوانی مشر فضل هادي مسلمیار هم توانېدلی و چې اماراتو ته سفر وکړي، خو نوموړی اوس بېرته کابل ته ستون شوی دی.

طالبان رسماً دا نه مني چې کوم پخوانی سیاسي مشر دې افغانستان کې دننه نظر بند وي. دوی تل افغانستان کې د حامد کرزي او ځینو نورو سیاستوالو پاتېدو کېدو ته به اشارې وایي، له هېچا غچ نه اخلي او ټول وګړي او پخواني چارواکي کولی شي چې هېواد ته ور ستانه شي.