د افغانستان د مشرانو جرګې پخوانی رئیس فضل هادي مسلميار دوبۍ ته تللی

د عکس سرچینه، FB
د افغانستان د مشرانو جرګي پخوانی مشر فضل هادي مسلمیار متحده عربي اماراتو ته تللی دی. نوموړي ته يوې نژدې سرچينې د بي بي سي عنايت الحق ياسيني ته ويلي چې "دا يو شخصي سفر دی چې شاوخوا لس ورځې به دوام وکړي".
دې سرچينې په دې اړه چې ولې اوس دا سفر ترسره کېږي وويل چې "د تګ راتګ په لړ کې د شته ستونزو له لېرې کېدو وروسته دا سفر شونی شو".
خو یادې سرچېنې په دې اړه نور تفصيل ور نه کړ چې دا ستونزې څه وې، او د سفر په برخه کې د چا لخوا خنډ جوړ شوی و.
د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ د طالبانو لاس ته د کابل له سقوط وروسته ګڼ شمېر افغان چارواکي او سیاستوال له افغانستان بهر شول او نورو هېوادونو ته لاړل.
خو ښاغلی مسلمیار د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا د پخواني رییس عبدالله عبدالله ترڅنګ د هغو کسانو په ډله کې و چې په کابل کې پاتې شول.
څو ورځې وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په اړه داسې رپوټونه خپاره شول چې ګواکې دی (کرزی) او د ملي مصالحې د عالي شورا پخوانی رئيس عبدلله عبدالله په خپلو کورونو کې نظر بند دي او بهر ته د سفر اجازه نه لري.
همدا راز د طالبانو ډېری سیاسي او پوځ مخالفین او مشران دا مهال له افغانستان بهر په نورو هېوادونو کې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د شنبې پر ورځ د انتاليا ديپلوماسۍ فورم غونډې ته وويل چې په ټول هېواد کې هېڅ سیاسي بندي نشته.
فضل هادي مسلمیار د جهادي مشر عبد رب الرسول سیاف نژدې ملګری دی او په تېرو دولتونو کې يوه اغېزناکه څېره پاتې شوې.









