مسلمیار د 'نامناسبو الفاظو' له کبله د ټاکنو کمېسېون له مشرې بښنه وغوښته

د عکس سرچینه، Muslimyar Facebook
د افغانستان مشرانو جرګې فضل هادي مسلم یار د دفتر له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې د نوموړي له قوله ویل شوي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مشرې حوا علم نورستانۍ په اړه 'د یو څه نامناسبو الفاظو ' له کبله له هغې بښنه غواړي.
له دې مخکې نن سه شنبه پر خواله رسنیو د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار یو ویدیويي کلپ لاس په لاس کېده. په دې کلپ کې ښاغلي مسلمیار وایي، 'د ټاکنو د کمېسیون د مشرې پلار به هم غیر بایومټرېک رایې حسابوي. '
په تازه اعلامیه کې د ښاغلي مسلمیار له قوله ویل شوي، چې نوموموړی پر خپل هغه دریځ لا هم ټینګ دی، چې ویلي یې و، ''هغه بې بايوميټريکه رايې بايد وشمېرل شي چې خلک د ورځې تر لس يوولس بجو په کتارونو کې ولاړ وو، سټېکر شوې تذکرې يې درلودې خو بايوميتريک ماشينونو کار نه کاوه او له رايو ورکولو محرومېدل خو بيا وروسته د ټاکنو خپلواک کميسيون مرکزي دفتر د اعلاميې او پرېکړې پر اساس اجازه وشوه چې پرته له بايوميټريک کېدا رايه وکاروي هېڅ ستونزه نشته. ''
بل لور ته د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن سه شنبه کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، په خپلو چارو کې د هېچا لاسوهنه نه مني. کمېسیون دا خبره وروسته له هغه کوي چې د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار ویلی وو، کمېسیون به په زور دې ته اړ باسي چې غیر بایومټرېک رایې هم حسام کړي او ویې ومني.

د عکس سرچینه، IEC
نن کابل کې د خبري ناستې پر مهال د کمېسیون له مشرې حوا علم نورستانۍ او نور چارواکو پوښتنه وشوه چې ایا په خپلو چارو کې لاسوهنه یا زورواکي مني.
مېرمن نورستانۍ پخپله دې پوښتنې ته ځواب ونه وایه، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون بل کمېشنر مولانا عبدالله وویل، فکر نه کوي چې د سنا مشر دې دا ډول څرګندونې کړې وي، خو که یې ویلي هم وي نو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید دا موضوع وڅېړي.
مولانا عبدالله زیاته کړه، تر دې دمه کمېسیون په خپلو چارو کې خپلواکه دی او هېچا جرات نه دی کړی چې د دوی په کار کې لاسوهنه وکړي، او راتلونکي کې به هم دوی د چا لاسوهنه ونه مني.
د کمېسیون غړي مولانا عبدالله نن یو ځل بیا وویل چې غیر بایومټرېک رایې او یا هم تکراري رایې د اعتبار وړ نه دي او نه به شمېرل کېږي.
اجرائیه ریاست هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ښاغلي مسلمیار خبرې غیر مسوولانه بللې او هغه یې غندلې دي.
اجرائیه ریاست له ښاغلي مسلمیار غوښتي چې خپلې خبرې دې بېرته واخلي او د ټاکنو له خپلواک کمیسیون بخښنه وغواړي.
په یوه جلا مهم پرمختګ کې د ټاکنو کمېسیون نن وویل، د شنبې ورځې په ټاکنو کې د رایه اچوونکو شمېر تر دوه نیم میلیونو اوښتی دی، خو وروستی کره شمېر لا هم نه دی مالوم.
کمېسیون نن سه شنبه په ټولو ولایتونو کې د رایه اچوونکو د وروستي شمېر په اړه مالومات له رسنیو سره شریک کړل.

د عکس سرچینه، IEC
د ټاکنو کمېسیون همدا راز یو ځل بیا پر ټولو ټاکنیزو ډلو او د دوی پر پلویانو غږ وکړ چې تر وخت د مخه دې د پایلو او بریاو په اړه اعلانونه نه کوي.
د کمېسیون په وینا، یوازې دوی دا حق لري چې وروستۍ پایلې او د ټاکنو ګټونکی اعلان کړي. تر دې دمه د ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ګلبدین حکمتیار ټاکنیزو ډلو په دې ټاکنو کې د ډېرو رایو ترلاسه کولو او ځینو ان د خپلې بریا اعلانونه کړي دي.
بله خوا د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند رحمت الله نبیل نن د سې شنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د شنبې ورځې ټاکنې په لومړي پړاو کې ګټونکی نه لري او د ټاکنو کمېسیون باید د دوهم پړاو لپاره چمتووالی ونیسي.








