د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر: په افغانستان کې بشري ناورین دوام لري

ریچارډ بېنېټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ریچارډ بېنېت به خپل رپوټ د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې سره شریک کړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچارډ بېنېت تېره ورځ افغانستان کې د خپل ۱۲ ورځني سفر تر بشپړولو وروسته ویلي دغه هېواد کې بشري ناورین دوام لري او د مخنیوي لپاره یې د بېړنیو ګامونو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي بېنېت د خپل دغه ماموریت موخه له ټولو اړوندو اړخونو سره لیده کاته، د بېلابېلو سیمو لیدنه او د وضعیت ارزول یاد کړي دي.

نوموړی به د خپلو موندنو او لیدنو پر بنسټ چمتو شوی رپورټ د اکتوبر پر ۲۶ نېټه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې کړي او وروسته به یو خبري کنفرانس ته مالومات هم ورکړي.

د ملګرو ملتونو دغه کارپوه د خپل سفر پر مهال د بشري حقونو له فعالانو، مېرمنو، د کاج پر ښوونیز مرکز د وروستي برید قربانیانو په ګډون، له خبریالانو، سوداګرو ، ښوونکو، دیني عالمانو او د ټولنې له استازو سره یو شمېر لیدنې کړې.

هغه همداراز له پلازمېني کابل وروسته پنجشېر او بامیان ولایتونو ته هم سفر کړی او هلته یې له سیمه یېزو چارواکو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او خبریالانو سره لیدلي او د هغوي اندېښنې یې اورېدلې دي.

نوموړي په کابل او پنجشېر کې له روغتونونو او په بامیان او کابل کې یې له توقیف ځایونو د لیدني پر مهال د ښځینه زندانیانو، روغتیایې کارکونکو او د زندان له ساتونکو سره خبرې کړې دي.

ښاغلی بېنېت وایي اکثریت برخه اخیستونکو د لیدني پر مهال د مېرمنو او نجونو د ناوړه وضعیت، پر عبادت ځایونو، ښوونیزو مرکزونو، پر لږکیو او په ځانګړې توګه پر هزاره توکمو د بریدنو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

ریچارډ بېنېټ - امیر خان متقي

د عکس سرچینه، QaharBalkhi

د عکس تشریح، ریچارډ بېنېت په افغانستان کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره هم لیدلي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچرډ بېنېت په کابل کې له لوړ پوړو چارواکو سره په لیدنه کې د خپلو موندنو پايلې هم شریکې کړې او له هغوی یې غوښتي چې شته اندېښنو ته باید په سملاسي توګه حل لارې ولټوي، د ښځو او نجونو د حقونو په ځانګړې توګه د هغوي لپاره د ثانوي زدکړو او د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو یې ټینګار کړی دی.

نوموړي د خپل رپوټ وروستۍ برخه کې لیکلي ، چې د کابل چارواکو ته یې سپارښتنه کړې، چې د بشري حقونو د نړیوالو تړونونو له مخې چې د افغانستان لخوا تصویب شوي، باید هغه مکلفیتونه پوره کړي.

د ښاغلي بېنېت په خبره چارواکو دې مکلفیتونو ته ژمنتیا ښوولې او ورته ویلي یې دي، چي ټولو هغو غوښتنو ته به غاړه کېږدي، چې له شریعت سره په ټکر کې نه وي.

څو ورځې وړاندې د طالبانو په حکومت کې د عدلیې وزیر په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ښاغلي بېنېت وروستی رپورټ مهم بللی او له هغه یې غوښتنه کړې چې د رپورټ په چمتو کولو کې عدالت او حقایق په پام کې ونیسي او بېلابېلو برخو کې د طالبانو د حکومت لاسته راوړنې په کې شاملې کړي چې په دې توګه د سیاسي او اقتصادي فشارونو پای ته رسولو او د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو کې مرسته وشي.