طالبانو پنجشېر کې د نیول شویو کسانو د دوسیو څېړلو لپاره کمېسیون جوړ کړی

د عکس سرچینه، BNA
د طالبانو حکومت لومړي وزیر محمد حسن اخوند د پنجشېر د بندیانو د دوسیو ارزولو لپاره یو کمېسیون جوړ کړی دی.
باختر دولتي خبري اژانس ویلي، د طالبانو د لومړي وزیر د حکم پربنسټ د کابل د والي ندا محمد ندیم په مشرۍ پنجشېر کې د پوځي عملیاتو پرمهال د نیول شویو کسانو د دوسیو بیا ارزولو لپاره یو شپږ کسیز کمېسیون منظور شوی دی.
باختر زیاتوي، اوسمهال نیول شوي کسان د کابل زندانونو کې ساتل کېږي.
نړیوالو بنسټونو څو ځله طالبان پنجشېر کې د ولسي وګړو په نیولو او "صحرايي" محاکمه کولو تورن کړي دي.
سیمه ییزو رسنیو ویلي، په وروستیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ تنه د پنجشېر رخ او ابشار ولسوالیو کې له "ملي مقاومت جبهې" سره د اړیکو لرلو په تون نیولي، خو سیمه ییز خلک وايي ځینې دا نیول شوي کسان بېرته خوشي شوي دي.
د احمد مسعود په مشرۍ د "ملي مقامت" په نامه جبهه پنجشېر او ځینو شمالي ولایتونو کې د طالبانو پر ضد جنګېږي.
دې جبهې د اکتوبر پر ۱۳مه پارلمان کې د تخار پخواني استازي قومندان محب الله د وژل کېدو خبر ورکړی و. ویل شوي چې نوموړی تالقان ښار کې له طالبانو سره په وسله واله نښته کې وژل شوی.
دا دریم قومندان دی چې د طالبانو ضد جګړه کې تخار کې وژل کېږي.
په تېره جون میاشت کې د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت په نامه جبهې د يوې چورلکې او څلورو نيول شويو طالبانو ويډيو خپره کړې او ویلي يې وو، چمتو دي چې نیول شوي کسان تبادله کړي.
خو طالبانو وویل دې چورلکې د تخنیکي ستونزې له امله په پنجشېر کې بېړنۍ ناسته کړې ده.
وړاندې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په پنجشېر او نورو سیمو کې له بشري حقونو د شویو سرغړونو د ادعاوو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه او د جګړې دواړو خواوو ته یادونه کړې چې د نړیوالو ژمنو پر بنسټ باید په جګړه کې د ژوندي نیول شویو کسانو حقونو ته درناوی وکړي.
یوناما زیاته کړې، وضعیت له نژدې څاري او د جنګي جنایت د ترسره کوونکو د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.
که څه هم طالبان وايي، د مقاومت جبهه د دوی لپاره جدي تهدید نه دی، خو په تېر یوه کال کې دې جبهې په پنجشېر، اندرابونو او تخار کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.










