ملګرو ملتونو په پنجشېر او نورو سیمو کې له "بشري حقونو سرغړونو" باندې اندېښنه څرګنده کړې

د عکس سرچینه، UNAMA
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په پنجشېر او نورو سیمو کې له بشري حقونو د شویو سرغړونو د ادعاوو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
یوناما د یوې اعلامیې په خپروله د جګړې دواړو خواوو ته یادونه کړې چې د نړیوالو ژمنو پر بنسټ باید په جګړه کې د ژوندي نیول شویو کسانو حقونو ته درناوی وکړي.
یوناما زیاته کړې، وضعیت له نژدې څاري او د جنګي جنایت د ترسره کوونکو د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.
ورته مهال د افغانستان لپاره د فرانسې سفیر ډیوېډ مارټینون په پنجشېر کې د جنګي اسیرانو د وژلو د یوې ویډیو په خپرولو طالبان تورن کړي چې جنګي جنایت یې کړی دی.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرۍ شهرزاد اکبر هم ویلي، په پنجشېر کې د طالب ځواکونو له خوا د جنګي اسیرانو د وژلو په تړاو خپرېدونکي راپورونه ټکان ور کوونکي دي.
اغلې اکبر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د طالبانو له خوا د ناقانونه او ډله ییزو وژنو، له ځانګړو سیمو او قومي ډلو څخه د ډله ییزو نیونو او د کورونو او ځمکو غصب دوام به ټپونه لا ژور او درزونه لا پراخ کړي.
د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون د طالبانو حکومت له خوا لغوه اعلان شوی دی. خو پخوانۍ مشرې یې له نړیوالې جنايي محکمې او نورو میکانیزمونو د طالب ځواکونو، قومندانانو او چارواکو د دا ډول کړنو د مستندولو او تعقیب غوښتنه کړې ده.
طالبان: اسیران نه، دوی سره جګړه کوونکي یې وژلي دي

د عکس سرچینه، Social Media
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، ځواکونه یې په پنجشېر کې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون بي بي سي ته وویل، په پنجشېر کې روانو عملیاتو کې چې هغه چاڼیز وبلل، د څلورو قومندانانو په ګډون د مقاومت جبهې ۴۰ وسله وال وژل شوي او څه باندې سل یې ژوندي نیول شوي دي.
ورته مهال د ملي مقاومت جبهې بیا د پنجشېر په وروستیو نښتو کې د خپلو ۱۱ وسله والو وژل تایید کړل او ویې ویل، "طالبانو د اسلامي او بشري حقونو له قوانینو په سرغړونې د دوی اته غړي له اسیرېدو وروسته وژلي دي."
د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت احمدی پرون له بي بي سي سره خبرو کې وویل، له تېرو ورځو راهیسې په ټول پنجشېر کې سختې نښتې روانې دي.
په پنجشېر کې د جګړو له دوام سره هممهال پر خواله رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې شوې دي چې ښيي د ملي مقاومت جبهې یو شمېر وسله وال د طالبانو له خوا وژل کېږي.
خو طالبان په پنجشېر کې د جنګي اسیرانو وژل ردوي او وایي، ټولو وژل شویو کسانو د جګړې په ډګر وژل شوي دي.
په یوه بله ویډیو کې هم یو شمېر کسان ښکاري چې لاسونو یې تر شا ور تړل شوي او طالب وسله والو مخ بره د غره پر لور خوځولي دي.
د طالبانو مشرتابه تېره میاشت د دفاع وزارت مرستیال قیوم ذاکر د پنجشېر او اندرابونو د نظامي قومندان په توګه وټاکه.
لیکوال او څېړونکی انتونیو جستوزي چې د طالبانو اړوند موضوعات له نژدې څارې، بي بي سي ته په یوه مطلب کې ویلي، په پنجشېر او اندرابونو کې د ملي مقاومت جبهې د له منځه وړلو لپاره د طالبانو مشرتابه قیوم ذاکر د دغو سیمو د نظامي قومندان په توګه ټاکلی دی.
که څه هم طالبان وايي، د مقاومت جبهه د دوی لپاره جدي تهدید نه دی، خو په تېر یوه کال کې دې جبهې په پنجشېر، اندرابونو او تخار کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.










