پنجشېر کې تازه جګړه؛ د مقاومت جبهې ویاند وايي، طالبان محاصره شوي

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

په پنجشېر کې د طالبانو پر وړاندې د سیمه ییزو وسلوالو مخالفینو یا د (ملي مقاومت جبهې) ویاند فهیم دشتي وايي، په غره کې د یوې چاودنې له کبله په دشت ریوت سیمه کې طالبان محاصره شوي دي.

نوموړی زیاتوي د طالبانو ټول تجهیزات او وسایط ځای پر ځای جامد پاتې دي.

نوموړی زیاتوي په خاواک کوتل سیمه کې هم سخته جګړه روانه ده، خو بل لور ته طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

له دې مخکې کابل کې د ایمرجنسي روغتون مسوولینو وویل، چې طالبانو د پنجشېر پر لور پرمختګ کړی او انابه سیمې ته رسېدلي دي، چې د دې روغتون یوه څانګه هم هلته فعاله ده.

ایمرجنسي روغتون په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، چې پنجشیر کې د سختې جګړې له کبله د دوی فعالیتونه له ځنډ او خنډ سره نه دي مخامخ شوي او په وینا یې یو شمېر ټپیان په انابه سیمه کې د دوی روغاتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

ایمرجنسي مسوولین وايي، د جګړې له کبله د سیمې خلک له خپل کور کلي تښتېدلي دي او مخابراتي شبکې له ستونزو سره مخامخ دي.

پنجشېر د افغانستان وروستی ولایت دی، چې تر اوسه د طالبانو له کنټروله بهر پاتې دی او د جبهه مقاومت په نامه وسله والو او طالبانو تر منځ له څو تېرو ورځو راهیسې دې سیمه کې خونړۍ نښتې شوې دي.

له دې مخکې تېره شپه د افغانستان پرځول شوي ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هغه رپوټونه رد کړل، چې ګواکې نوموړی له پنجشېره تښتېدلی دی، خو په ورته مهال نوموړی وايي، په سخت وضعیت کې دی.

مسعود

د عکس سرچینه، Massoud Facebook

د عکس تشریح، احمد مسعود پنجشېر کې د ملي مقاومت جبهې مشري کوي

رپوټونو کې ویل شوي چې د پنجشېر جګړه کې تر اوسه پورې سلګونه کسان وژل شوي دي.

بل لور ته په پنجشېر کې د طالبانو پر وړاندې د سیمه ییزو وسلوالو مخالفینو یا د (ملي مقاومت جبهې) مشر احمد مسعود وایي، یاد ولایت کې د خلکو لخوا د طالبانو پر وړاندې کلکه مبارزه دوام لري او خلک له خپلو برحقه غوښتنو هېڅلکه نه تېرېږي.

ښاغلي مسعود شنبه سهار پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ماتې به یوازې هغه وخت خوړل کېږي چې خلک له خپلې برحقه مبارزې لاس واخلي.

نوموړي پنجشېر کې د طالبانو پر ضد روان مقاومت او همدا راز هرات کې د یو شمېر ښځو لخوا د خپلو حقونو لپاره احتجاج ته په اشارې ویلي، خلک له هېڅ ګواښ وېره نه لري.

احمد مسعود داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پنجشېر کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ نښتو زور اخیستی او دواړه خواوې یو بل ته د مرګژوبلې د اړولو ادعاوې کوي.

طالبان وايي دې ولایت کې يې د خپلو مخالفينو پر وړاندې جګړه کې يو لړ پرمختگونه کړي او ځينې سیمې یې نیولې دي.

خو د مقاومت ډلې مشرانو د طالبانو دا ادعا رد کړې او د دفاع پخواني وزیر بسم الله محمدي ویلي چې طالبانو درنه مرګژوبله اوښتې ده.

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بي بي سي ته استولې ویډیو کې تایید کړې چې پنجشير کې حالات ښه نه دي، خو دوی مقاومت کوي.

د جګړې په اړه ضد و نقیضې ادعاوې

صالح

طالبانو ادعا کړې په وروستیو کې یې پرمختګونه درلودلي. په کابل کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي سره خبرو کې ادعا کوي چې د دوی کسان له هرې خوا پنجشیر ته د ننوتو په حال کې دي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې مخالف لوري ورته د تسلیمېدو خبره کړې او که دا چاره یقیني شي نو ټول پنجشېر ولایت به تصفیه شي.

ښاغلی مجاهد ادعا کوي چې د مخالف لوري مشران له پنجشېره تښتېدلي دي. طالبانو ته نږدې ځینو نورو سرچینو هم ورته ادعاوې کړې دي.

خو د پرځول شوي ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح چې وايي په پنجشیر کې دی، بي بي سي ته استولې ویډیو کې تایید کړې چې وضعیت ښه نه دی، دوی مقاومت کوي او له پنجشیره د تښتېدلو خبره یې رد کړه.

هممهاله د جمعیت اسلامي ګوند یوې ډلې مشر صلاح الدین رباني د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو د شمالي ولایتونو له طالبانو غوښتي چې پر پنجشیر له برید کولو لاس واخلي.

ده خبرداری ورکړی چې د دوام په صورت کې به يې په نورو سیمو کې هم جکړه پیل شي.

د پنجشیر په جګړه کې دواړه خوايې یو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعا کوي، په سیمه کې ټیلیفوني شبکې کار نه کوي او نه هم د خبریالانو د لاسرسي امکانات شته. نو د یوې خوا یادې شوې شمېرې هم د خپلواکې سرچینې له لوري نه دي تایید شوي.

اوس ټول پام پنجشېر ته دی

پنجشېر، طالبان، افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پنجشېر یوازینی ولایت دی چې د طالبانو لاس ته یې سقوط نه دی کړی

پرون داسې آوازې وې چې ګواکې طالبانو پنجشیر ونیو او کابل کې یو ځل بیا ډېرې هوايي ډزې وشوې چې د ډېرو خلکو د ډار او د نیوکو د راپارېدو لامل شوې.

پر ټولنیزو شبکو داسې د ځینو ټپیانو عکسونه خپاره شول چې ویل کېدل د هوايي ډزو په راپرېوتو مرمیو لګېدلي.

وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر له خپلو وسله والو وغوښتل چې هوايي ډزې ونه کړي او څوک حق نه لري وسلې او مهمات ضایع کړي.

د پنجشېر د جګړې په تړاو د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د دواړو غاړو ترمنځ د خبرو د دوام هيله څرگنده کړې.

نوموړي ویلي، روسيه اوسمهال د طالبانو او د دوى د مخالفينو ترمنځ خبرو کې د منځگړتوب هوډ نه لري او داسې هم نه انگېري چې څوک دې دغه راز نيت ولري.

پنجشیر د افغانستان له پلازمېنې کابل سل کیلومترۍ کې پروت دی چې د ۱۵۰ او ۲۰۰ زرو ترمنځ وګړي لري.

دغه دره د پخواني ولسمشر حامد کرزي په موده کې چې په کابینه کې یې څو وزیران د پنجشیر ول، د پروان ولایت له یوې ولسوالۍ په ولایت تبدیل شو. او دا چې مواصلاتي لارې یې ستونزمنې او غرنۍ دي نو چریکي جګړو په کې ډېر دوام کړی.