پنجشېر کې سخته جګړه شوې

Afghan resistance movement and anti-Taliban uprising forces take part in military training

د عکس سرچینه، AFP

بي بي سي ته معلومه شوې چې طالبانو پر پنجشېر کې د کنټرول ترلاسه کولو لپاره سخت بریدونه پیل کړي دي.

په سیمه کې د سختې جګړې رپوټونه ورکړل شوي او دواړه لوري د برلاسی ادعا کوي.

رپوټونو کې دا هم ویل شوي چې جګړه کې سلګونه جنګیالي وژل شوي دي.

په ورته مهال مخکیني مرستیال ولسمشر امرالله صالح پر خواله رسنیو خپرې شوې ګنګوسې رد کړې، چې ګواکې نوموړی له هېواده تښتېدلی دی.

نوموړي د بي بي سي خبریالې یلدا حکیم ته وویل، دا رپوټونه 'بې بنسټه ' دي او دی 'اوس هم په پنجشېر کې دی. ''

د افغانستان د پرځول شوي ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبانو پنجشېر ته د بشري مرستو مخه نیولې ده.

ښاغلي صالح له دې مخکې پر خواله رسنیو یوه پیغام کې ادعا وکړه چې طالبان په داسې حال کې پنجشېر ته د خوړو او دارو درملو لېږدولو اجازه نه ورکوي چې په وینا یې ''زرګونو کورنیو د دوی د ظلم له کبله پنجشېر ته پناه وړې ده.''

ښاغلي صالح وايي، د نړیوال قانون له مخې دا یو جنګي جرم دی.

ښاغلي صالح دغه راز تور پورې کړی چې طالبان د پنجشېر ځوان اوسېدونکي په هغو ځایونو کې پلي ګرځوي چې ماینونه پکې پټ شوي او د ماین ضد الې کار ترې اخلي.

نوموړي له ملګرو ملتونو او نړیوالو مشرانو غوښتي چې ''د طالبانو دې ترهګریزو او جرمي کړنو ته پام وکړي.''

له دې مخکې د افغانستان مخکیني ولسمشر په پنجشېر ولایت کې د طالبانو او مقاومت جبهې په نامه وسله والو تر منځ د نښتو په هکله خواشیني څرګنده کړې او په وینا یې باید 'دواړه وروڼه خواوې د جګړې پر ځای د خبرو له لارې ستونزه حل کړي.'

صالح

د عکس سرچینه، Arg

ښاغلي کرزي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

''له بده مرغه په دې ورستیو ورځو کې د مصلحینو د هڅو سره سره په پنجشیر کې پوځي عملیات او جگړه پیل شوه چې د ژورې اندیښنې وړ ده او عواقب یې د هېواد او خلکو په گټه نه بولم. ''

نوموړي په خپل پیغام کې له دواړو لوریو غوښتي چې ''د مذاکراتو له لارې موجوده ستونزه حل کړي څو زموږ ځورېدلی ولس له بشپړې سولې او خوشحالي برخمن شي. ''

پنجشېر، طالبان، افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له پنجشېر نه د طالبانو او مقاومت جبهي په نامه وسله والو ترمنځ د سختو نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو او مقاومت جبهې په نامه وسلوالو ترمنځ د سختو نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي بي بي سي ته په یوه استولي پیغام کې ادعا وکړه چې طالبانو تېره شپه په پنجشېر کې پرمختګونه کړي او په وینا یې د خاوک ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ورغلې او طالبانو ډېر تجهیزات او وسلې هم نیولې دي.

د ښاغلي کریمي په وینا د پنجشېر اصلي دروازه هم طالبانو نیولې او په خبره یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مقاومت جبهې د دریو قومندانانو په ګډون د دې جبهې له ۳۰ نه ډېر کسان وژل شوې دي.

هغه طالبانو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه وویل چې په تېرو ۳۰ ساعتونو کې ۴ تنه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د ویاند سکرتر بلال کریمي زیاته کړه چې له څو خواوو نه په پنجشېر کې د مقاومت پر جبهې د محاصرې کړۍ تنګه کړې او ځیني کسان د تسلمېدو په اړه ورسره اړیکې ټینګوي.

خو د مقاومت جبهه وايي چې پنجشېر ته د ورغلو ټولو لارو کنترول له دوی سره دی او ''سلګونه طالب وسله وال یې وژلي دي. ''

په همدې حال کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د دواړو غاړو ترمنځ د خبرو د دوام هيله څرگنده کړې.

خو ښاغلي لاوروف وويل روسيه اوسمهال د طالبانو او د دوى د مخالفينو ترمنځ خبرو کې د منځگړتوب هوډ نه لري او داسې هم نه انگېري چې څوک دې دغه راز نيت ولري.

پنجشېر، طالبان، افغانستان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پنجشېر کې د مقاومت جبهي مشري د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود کوي

نوموړي زياته کړې چې ټول هيله من دي چې طالبان د نورو قومي او سياسي ډلو پورې اړوندو شخصيتونو سره هوکړې ته ورسېږي.

د ښاغلي لاوروف په وينا لوېديځوال هېوادونه، چين او همداراز د منځنۍ اسيا هېوادونه دغه راز غوښتنه لري.

سرگې لاوروف ټينگار وکړ چې په تاجکستان کې د روسيې متحدين په دې برخه کې ځانگړى رول لوبولى شي.

خو د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسيون مشر امير خان متقي وړمه ورځ ویلي و چې پنجشېر کې خبرو پايله نه درلوده او د پنجشېر پر خلکو يې غږ وکړ چې هغو ته چې د ده په وينا جگړه غواړي ځاى ورنکړي.

همدې حال کې تېره ورځ د مقاومت د جبهې يوه وياند فهيم دشتي ادعا وکړه چې له طالبانو سره په دوو مورچو کې جگړه روانه ده.

نوموړي سلگونو طالبانو ته د مرگژوبلې اړولو ادعا هم کړې خو طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ويلي.

پنجشېر، طالبان، افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پنجشېر یوازینی ولایت دی چې د طالبانو لاس ته یې سقوط نه دی کړی

پنجشېر د افغانستان یوازینی ولایت دی چې د طالبانو لاس ته یې لا سقوط نه دی کړی او ګومان دی چې د طالبانو زرګونه تنه مخالفین دغلته راټول شوي دي.

پنجشېر کې د مقاومت د جبهې مشري د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود کوي.

همدا راز د افغانستان د پرځول شوي ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح چې ځان یې سرپرست ولسمشر هم اعلان کړی په پنجشېر کې دی او د طالبانو پر وړاندې یې وسله وال مقاومت پیل کړی دی.