صالح طالبانو ته په غبرګون کې: زموږ مقاومت د افغانستان د ټولو وګړو له حق نه د دفاع په خاطر دی

د عکس سرچینه، 1tv
د پرځول شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه ''طالبانو ته په غبرګون کې '' تر سرلیک لاندې یوه پوست کې لیکلي ''زموږ مقاومت د افغانستان د ټولو وګړو له حق نه د دفاع په خاطر دی، د دې مقاومت مرکز پنجشېر دی خو دا مقاومت د پنجشیر له پاره نه دی. ''
ښاغلي صالح زیاته کړې چې ''د پنجشیر دره د افغانستان د ټول ولس کوربنه ده او د هغو خلکو لپاره د هیلې یو ځای دی چې له ظلم، غچ اخېستلو، تعصب، د خلکو د مال له چپاول نه په تېښته دي. ''
امرالله صالح د پوښتنې په توګه مطرح کړې او طالبانو ته یې ویلي ''که خلک یوه زره هم پر تاسو باور لري نو بیا ولې د هېواد په پولو کې د خلکو کتارونه جوړي دي، خپل ټول شته شاته پرېږدي او یوزاې په دې خاطر چې له تاسو ځان وژغوري ځانونونه وباسي، آیا له ځانه مو پوښتنه کړې چې ولې؟ ''
ښاغلي صالح وړاندې لیکلي ''په تېرو ۴۲ کلونو کې پر یوې سیمې کنترول د ثبات په مانا نه دی او دغه راز ستاسو(طالبانو) نننی تسلط (کنترول) په خاوره کې د ثبات په مانا نه دی، ثبات او د نظام دوام هغه څه دي چې ستاسو ډله ترې ډېره لرې ده. ''
تر دې وړاندې طالبانو د پنجشنېر ولایت پر خلکو غږ کړی و چې هغه کسانو ته ځای ورنکړي چې لا هم د خبرو اترو پر ځای د جګړې لاره غوره کوي.
د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسیون مشر امیر خان متقي په یوه تازه غږیز پیغام کې ویلي، د افغانستان په نوي نظام کې به د پنجشېر د خلکو په ګډون د هېواد ټول وګړي ونډه ولري.
نوموړی وایي، دا چې اوس په ټول هېواد کې جګړه نشته او خلک په ارام دي نه پکار نه ده چې د پنجشېر خلک دې هم نور کړاو وویني.
د هغه په وینا، له څه مودې راهیسې د دې ستونزې د سوله ییز حل لپاره پنجشنېر کې مېشتو کسانو سره مذاکرات روان وو، خو کومې هوکړې ته ونه رسېدل.
امیر خان متقي که څه هم د چا نوم نه اخلي، خو یاده دې وي چې د پرځول شوي افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح دا مهال پنجشېر کې دی او د طالبانو پر ضد یې د مقاومت اعلان کړی.
ښاغلي صالح ځان د افغانستان سرپرست ولسمشر اعلان کړی او ټینګار کوي چې په هېڅ صورت به طالبانو سره جوړجاړی ونکړي.
همدا راز د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود هم دا مهال پنجشېر کې دی او زرګونه کسان یې ترڅنګ راټول شوي.
نوموړی وایي، طالبانو سره مذاکراتو ته چمتو دی، خو که اړتیا پېښه شوه نو جګړه به هم کوي.
خو طالب چارواکی امیر خان متقي وایي، هغو کسانو چې په کابل او نورو ولایتونو کې مقاومت ونشو کړای، اوس د پنجشېر په څېر کوچنۍ سیمه کې هم باید جګړې ته لمن ونه وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې مخکې طالبانو د پنجشنېر ولایت پر خلکو غږ وکړ چې هغه کسانو ته ځای ورنکړي چې لا هم د خبرو اترو پر ځای د جګړې لاره غوره کوي.
د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسیون مشر امیر خان متقي په یوه تازه غږیز پیغام کې ویلي، د افغانستان په نوي نظام کې به د پنجشېر د خلکو په ګډون د هېواد ټول وګړي ونډه ولري.
نوموړی وایي، دا چې اوس په ټول هېواد کې جګړه نشته او خلک په ارام دي نه پکار نه ده چې د پنجشېر خلک دې هم نور کړاو وویني.
د هغه په وینا، له څه مودې راهیسې د دې ستونزې د سوله ییز حل لپاره پنجشنېر کې مېشتو کسانو سره مذاکرات روان وو، خو کومې هوکړې ته ونه رسېدل.
امیر خان متقي که څه هم د چا نوم نه اخلي، خو یاده دې وي چې د پرځول شوي افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح دا مهال پنجشېر کې دی او د طالبانو پر ضد یې د مقاومت اعلان کړی.
ښاغلي صالح ځان د افغانستان سرپرست ولسمشر اعلان کړی او ټینګار کوي چې په هېڅ صورت به طالبانو سره جوړجاړی ونکړي.
همدا راز د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود هم دا مهال پنجشېر کې دی او زرګونه کسان یې ترڅنګ راټول شوي.
نوموړی وایي، طالبانو سره مذاکراتو ته چمتو دی، خو که اړتیا پېښه شوه نو جګړه به هم کوي.
خو طالب چارواکی امیر خان متقي وایي، هغو کسانو چې په کابل او نورو ولایتونو کې مقاومت ونشو کړای، اوس د پنجشېر په څېر کوچنۍ سیمه کې هم باید جګړې ته لمن ونه وي.
پر پنجشېر د طالبانو برید پر شا تمبول شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته هغه وسلوال کسان چې د طالبانو مخالفین دي او پنجشېر کې راټول شوي وایي، دوشنبه ماسخوتن یې دې سیمې ته پر یوې ننوتې لارې د طالبانو برید پر شا تمبولی دی.
د طالبانو پر وړاندې د دویم مقاومت په نامه کسانو ویاند فهیم دشتي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: ''طالبانو ښايي غوښتل بخت وازمايي، خو بخت یاري نه ده ورسره کړې او برید یې پر شا تمبول شوی دی.''
د ښاغلي دشتي په وینا طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې او د دوی ځینې ملګري هم ټپیان شوي دي.
بل لور ته له بي بي سي فارسي څانګې سره خبرو کې طالبانو ویلي، تر اوسه یې پر پنجشېر برید نه دی کړی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوه مرستیال بلال کریمي بي بي سي ته وویل، د دوی ځواکونو پنجشېر محاصره کړی، خو هیله لري چې دا موضوع به د خبرو له لارې حل شي.
نوموړي د مقاومت دویم ډلې د ادعا په هکله چې وايي، طالبانو پر پنجشېر برید کړی وویل، په پروان کې پر طالبانو د مخالفینو برید شوی، ''زموږ ځواکونو یو شمېر پوستې نیولې او د دښمن ځواکونه له سیمې تښتېدلي دي. ''
د دویم مقاومت په نامه ځواکونه د احمدشاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرۍ پنجشېر ولایت کې یو ځای شوي دي.









