'مقاومت' ځواکونه: پر پنجشېر د طالبانو برید پر شا تمبول شوی؛ طالبان وايي، تر اوسه یې برید نه دی کړی

پنجشېر کې مقاومت ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پنجشېر کې مقاومت ځواکونه

د طالبانو مخالفین چې په پنجشېر ولایت کې یو ځای شوي او د دویم مقاومت ' نوم یې ځان ته غوره کړی وايي، تېره شپه یې دې سیمې ته پر یوې ننوتې لارې د طالبانو برید پر شا تمبولی دی.

د طالبانو پر وړاندې د دویم مقاومت په نامه کسانو ویاند فهیم دشتي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي:

''طالبانو ښايي غوښتل بخت وازمايي، خو بخت یاري نه ده ورسره کړې او برید یې پر شا تمبول شوی دی. ''

د ښاغلي دشتي په وینا طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې او د دوی ځینې ملګري هم ټپیان شوي دي. ب

ل لور ته له بي بي سي فارسي څانګې سره خبرو کې طالبانو ویلي، تر اوسه یې پر پنجشېر برید نه دی کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوه مرستیال بلال کریمي بي بي سي ته وویل، د دوی ځواکونو پنجشېر محاصره کړی، خو هیله لري چې دا موضوع به د خبرو له لارې حل شي.

نوموړي د مقاومت دویم ډلې د ادعا په هکله چې وايي، طالبانو پر پنجشېر برید کړی وویل، په پروان کې پر طالبانو د مخالفینو برید شوی، ''زموږ ځواکونو یو شمېر پوستې نیولې او د دښمن ځواکونه له سیمې تښتېدلي دي. ''

د دویم مقاومت په نامه ځواکونه د احمدشاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرۍ پنجشېر ولایت کې یو ځای شوي دي.

ښاغلي مسعود مخکې له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، له طالبانو سره د یوه داسې دولت پر سر خبرې غواړي چې د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب وکړي او د ټولو حقونو ته د درناوي تضمین وکړي.

د نوموړي په وینا که طالبان د جګړې لار غوره کړي، په وینا یې چمتو دي د هغو اصولو دفاع وکړي چې د افغانستان خلک پرې باور لري.

بل لور ته د بغلان په اندراب کې ځايي سرچینې وايي، تېرو ورځو کې دې سیمه کې د طالبانو او د دوی مخالفینو تر منځ سختې نښتې شوې دي او طالبانو ته یې د مرګژوبلې اړولو ادعا کړې.

د سرچینې په وینا د سیمې یو شمېر کورنۍ غرونو ته تښتېدلي دي، خو د طالبانو یو ویاند بلال کریمي وايي، په اندراب کې خاواک کوتل ته نژدې ځینې کوچنۍ نښتې شوې، خو په وینا یې کومه لویه پېښه نه ده شوې.

تېره ورځ په دایکندي ولایت کې ځايي سرچینو ادعا وکړه چې طالبانو ۱۴ ځايي اوسېدونکي وژلي او په غبرګون کې ځايي خلکو ورسره جګړه کړې، خو د ذبیح الله مجاهد مرستیال په دې هکله څه نه دي ویلي.