طالبان: پنجشېر محاصره دی، هڅه کوو ستونزه د خبرو له لارې حل شي

مجاهد

د عکس سرچینه، Getty Images

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د طالبانو پر ضد جوړېدونکې ټلواله دا مهال پنجشنېر کې محاصره ده، خو طالبان هڅه کوي چې جګړې پر ځای د خبرو له لارې ستونزه حل شي.

د یکشنبې پر ورځ د افغانستان پرځول شوي ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، اندراب کې طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتې او دا ډله پنجشېر ته نشي ننوتلی.

خو ذبیح مجاهد ادعا کوي چې دبغلان بنو، پل حصار او ده صلاح ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو له وسلوالو مخالفینو تصفیه شوې.

طالبان ویاند همدا راز وایي چې طالبان وسلوال دتخار، بدخشان او اندراب له استقامتونو څخه دپنجشیر په دروازو کې ځای په ځای شوي.

نوموړي د سالنګ لارې په اړه هم د امرالله صالح ادعا رد کړې ده او وایي، دا لار خلاصه ده.

ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې طالبان هڅه کوي دا ستونزه دخبرو له لارې حل شي.

صالح: طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتې

amrullah saleh

د عکس سرچینه، 1tv

مرالله صالح د یکشنبې پر ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د شنبې پر ورځ 'د مقاومت ځواکونو ' په اندراب کې طالبانو ته کمینونه نیولي وو او دې ډلې ته یې درنه مرګژوبله ور اړولې ده.

ښاغلي صالح لیکلي، طالبان دا مهال د پنجشېر په دروازه کې راټول شوي، خو ادعا کوي چې 'د مقاومت ځواکونو ' د سالنګ لاره تړلې ده.

امرالله صالح د پنجشېر ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې لیکلي، "داسې سیمې هم شته چې باید له ورتلو ډډه وشي ".

یاده دې وي چې امرالله صالح پر کابل د طالبانو له ولکې سره سم له پلازمېنې وتلی او دا مهال ادعا کوي چې په افغانستان کې دی او د طالبانو پر ضد د پوځي مقاومت په منظمولو بوخت دی.

نوموړي بیا بیا ټینګار کړی چې په هېڅ صورت به طالبانو ته تسلیم نشي او نه به هم دې ډلې سره پر یوه مېز کېني.

مسعود: مذاکرات او جګړې دواړو ته چمتو یو

مسعود

د عکس سرچینه، Massoud Facebook

د عکس تشریح، احمد مسعود پنجشېر کې د طالبانو ضد مقاومت پیلولو خبره کړې

په ورته مهال د افغانستان په شمال او مرکزي سیمو کې د وسلوالو طالبانو پر ضد یوه بله جوړېدونکې ټلواله وایي، له طالبانو سره د خبرو نیت لري،‌ خو که اړتیا پېښه شوه نو اوږدې جګړې ته هم چمتو دي.

د 'ملي مقاومت جبهې' یوه ویاند اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي، د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود په پنجشېر کې د ۹ زره کسانو یوه ډله چمتو کړې ده.

پخپله احمد مسعود د لندن شرق الاوسط ورځپاڼې ته یوه مرکه کې ویلي،‌ طالبانو سره خبرو ته چمتو دی، خو که اړتیا پېښه شوه نو تر وروستي کس به جګړه کوي.‌ نوموړي ویلي:

"موږ چمتو یو چې د خبرو له لارې له طالباو سره یو ټولشموله حکومت جوړ کړو. خو افغانستان کې د یو سخت دریځه حکومت رامنځته کېدل د منلو نه دي. دا به نه یوازې افغانستان بلکې ټولې سیمې او نړۍ ته ګواښ وي".

له دې سره سم پر خواله رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې ګڼ شمېر طالب وسلوال د موټرو او وسلو یوه کاروان سره د 'پنجشېر پر لور' روان دي او وایي، که مخالفین ورته تسلیم نشول نو د زور له لارې به وځپل شي.‌

تر اوسه مالومه نه ده چې دا ویډیو څه وخت اخیستل شوې او د دې طالب وسلوالو مشري څوک کوي.‌‌