د طالبانو دفاع وزیر؛ افغانستان کې "د قوم او سمت" په نامه اختلافونو ته لمن وهل کېږي

د طالبان د حکومت دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد وايي، په افغانستان کې د "قومونو او سمت" په نامه توپیرونو ته لمن وهل کېږي.
ښاغلي مجاهد دغه څرګندونې د طالبانو د ملي اردو هغو ځواکونو ته کولې چې تازه له پنجشېر ولایته د دوی لیکو ته جذب شوي دي.
یعقوب مجاهد په خپلو خبرو کې پرته له دې چې د چا نوم واخلي، وايي "ځینې خلک کوښښ کوي چې زموږ ترمنځ د کندهاري، هراتي او پنجشېري په نامه قومي او ژبني توپیرونه پیدا کړي، خو موږ باید ټول هڅه وکړو چې یو ځای شو او د دسیسو مخه یې ونیسو."
د طالبانو د دفاع وزیر دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د دوی په لیکو کې تر ټولو مهم ازبک توکمه قومندان صلاح الدین ایوبي د اعتراض په توګه ځکه د طالبانو حکومت سره اړیکې ختمې کړې دي چې ګواکې دوی افغانستان کې "واک انحصار کړی او قومونه له منځه وړي."
ښاغلي ایوبي ته نږدې سرچینو بي بي سي ته ویلي، قومندان صلاح الدین ایوبي له کابله وتلی او په شمالي فاریاب ولایت کې خپل مرکز ته تللی دی، او تر هغې به بېرته طالبانو سره دنده نه پیلوي چې دا ډله "د ټولشموله حکومت په جوړولو، ښځو ته د کار بشپړ حق ورکولو او په جبري توګه د خلکو د ځمکو د تروړلو د بندېدو برخه کې جدي اصلاحات رامنځ ته نه کړي."
ګومان کېږي چې له طالبانو سره د نوموړي د اړیکو د پرېکون یو لامل په ټوله کې د طالبانو له حکومت سره د ازبک توکمه طالبانو ناخوښي وي.
د طالبانو پر حکومت نېوکه دا کېږي چې له لویه سره یې د خپل فکر او یوې ډلې خلک پر لوړو دولتي څوکیو ګومارلي دي.
خو د طالبانو د فاع وزیر، چې د ملا محمد عمر زوی هم دی، ادعا کوي چې په حکومت کې "قومیت مطرح نه دی"
د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي داسې حکومت جوړ کړي چې د افغانستان د خلکو استازولي وکړای شي او ښځو ته پکې ونډه ورکړل شي.
خو تر اوسه داسې نښې نه ښکاري چې د طالبانو حکومت دغو غوښتنو ته پام کړی وي.
ښايي یو مهم لامل همدا وي چې د طالبانو حکومت د دوی د نږدې ملګرو په ګډون هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی- داسې څه چې خپله د طالبانو دفاع وزیر څو میاشتې وړاندې په یوه غونډه کې ترې ناخوښي په ډاګه کوله.









