"د افغان طالبانو مهم ازبک توکمه قومندان صلاح الدین ایوبي طالبانو سره اړیکې ختمې کړې"

د عکس سرچینه، Taliban
د افغان طالبانو په لیکو کې تر ټولو مهم ازبک توکمه قومندان صلاح الدین ایوبي ته نږدې سرچینو بي بي سي ته ویلي، یاد قومندان د اعتراض په توګه ځکه د طالبانو حکومت سره اړیکې ختمې کړې دي چې ګواکې دې ډلې افغانستان کې 'پر واک انحصار کړی او قامونه له منځه وړي'.
سرچینې بي بي سي ته ویلي، قومندان صلاح الدین ایوبي له کابله وتلی او په شمالي فاریاب ولایت کې خپل مرکز ته تللی دی، او تر هغې به بېرته طالبانو سره دنده نه پیلوي چې دا ډله 'د ټولشموله حکومت په جوړولو، ښځو ته د کار بشپړ حق ورکولو او په جبري توګه د خلکو د ځمکو د تروړلو د بندېدو برخه کې جدي اصلاحات ونکړي.
بي بي سي هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت چارواکو یا ویاند غبرګون واخلي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
قومندان صلاح الدین ایوبي څوک دی؟
یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي قومندان صلاح الدین ایوبي د طالبانو لاس ته د افغانستان د اتو شمالي ولایتونو په پرېوتو کې مهمه ونډه لرله. یو له هغو طالب قومندانانو وو، چې لومړی ارګ ته ننوت او د ولسمشر غني له کاري میز سره یې عکسونه واخیستل او له رسنیو سره یې خبرې وکړې.

د عکس سرچینه، Taliban
ښاغلی ایوبي په ۲۰۱۵ کال کې کله یې چې غوښتل کویټې ته ولاړ شي د هرات ـ شینډنډ لارې په اوږدو کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی وو. د فاریاب د ولایتي شورا یو شمېر غړو رسنیو ته ویلي وو، ایوبي هغه مهال د ۸۳ افغان سرتېرو په بدل کې چې د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې اسیران شوي وو، تبادله شو.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې کابل ته تر ننوتو وروسته په سر کې، د پکتیا ۲۰۳ قول اردو د ارکان ریس په توګه ټاکل شوی وو، چې هغه ونه منله. بیا د کلیو پراختیا وزارت د مرستیال وزیر په توګه وټاکل شو.
قومندان ایوبي ته نژدې سرچینو ویلي ویلي د هغه خوابدي هغه وخت ډېره شوه چې طالبانو د برېښنا شرکت د پورونو له امله د هغه کور ترې واخیست.
هغه په کابل کې د عبدالرشید دوستم په کور کې اوسېده، چې طالبانو هغه کور هم ترې اخیستی دی.
په فاریاب کې ځینې سرچینو ویلي ښاغلي ایوبي په ارګ کې د طالبانو ادارې له خوا ترک توکمو ته د نه پام له امله خوا بدی شوی، چې له همدې امله له کابله د فاریاب مرکز میمنې ته تللی دی.
د ایوبي غوښتنې
ښاغلي ایوبي ته د یوې نژدې سرچینې په وینا دوی د جګړې کولو هوډ نه لري او د ده په وینا نه غواړي چې د مسلمانانو ترمنځ درز رامنځ ته شي. یواځې غواړي له خپلو حقونو دفاع وکړي. ځکه دوی د طالبانو حکومت واک ته رسولو کې پوره ونډه لرلې.

د عکس سرچینه، Taliban
سرچینه د قومندان صلاح الدین ایوبي له قوله ویلي په وروستي یوه کال کې پر ډېرو موضوعاتو خبر شوی. د هغه په وینا نړیوالې ټولنې ته ډېر دروغ ویل شوي دي. د طالبانو مشرتابه د لږکیو حقونو ته پام نه کوي. ځینې کسان چې د طالبانو په حکومت کې دي یواځې له نومه یې ګټه اخیستل کیږي.
ګومان کېږي چې له طالبانو سره د نوموړي د اړیکو د پرېکون یو لامل، په ټوله کې د طالبانو له حکومت سره د ازبک توکمه طالبان ناخوښي وي.
د یادونې ده چې طالبانو تېره فبرورۍ میاشت کې خپل یو بل ازبک توکه قومندان مخدوم عالم هم نیولی و. د هغه د نیونې په غبرګون کې د فاریاب ولایت مرکز میمنه کې ګڼ شمېر کسانو احتجاجونه وکړل، او طالبانو څو میاشتې وروسته بېرته خوشی کړ.









