طالبانو حکومت کې د ځینو چارواکو بدلون؛ 'مولوي حبیب الله اغا' د پوهنې وزارت سرپرست ټاکل شوی

پوهنې وزارت

د عکس سرچینه، Taliban

افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د نویو ګومارونو په لړ کې د دوی د کابینې په یو شمېر وزیرانو، والیانو،‌ امنیه قومندانانو او د ځینو نورو ادارو مشرانو کې ادلون بدلون راوستی دی.

په دوی کې تر ټولو پام وړ بدلون د پوهنې وزارت سرپرست په توګه د مولوي نور الله منیر پر ځای د کندهار د علماوو شورا د رییس مولوي حبیب الله اغا ګومارنه ده.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا سې شنبه د سپتمبر ۲۰مه یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پوهنې وزیر مولوي نور الله منیر د دوی د مرکزي دارالافتاء نوی لوی رییس ټاکل شوی دی.

د دغو ګومارنو حکم د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده کړی دی.

د ښاغلي منیر نوم تر ډېره له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د نه پرانیستل کېدو له کبله د ژبو پر سر و او په دې وروستیو کې یې په دې تړاو څرګندونې هم لانجمنې او له غبرګونونو سره مخامخ شوې وې.

هغه څو ورځې وړاندې ارزګان ولایت ته د سفر پر مهال ویلي وو چې د نجونو ښوونځي ځکه تړلي پاتې چې ګواکې د لېرې پرتو سیمو خلک ثانیوي ښوونځيو او لیسو ته د نجونو له تګ سره مخالف دي.

د ښاغلي منیر پر ځای د پوهنې وزارت نوي سرپرست په توګه د ګومارل شوي مولوي حبیب الله اغا په اړه ویل کېږي چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده ته نږدې کس دی.

حبیب اغا

د عکس سرچینه، RTA

د عکس تشریح، مولوي حبیب الله اغا

د طالبانو په نویو ګومارنو کې همدا راز د دوی د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معین مولوي محمد محسن هاشمي د پنجشیر ولایت د والي او د دوی یو بل مخکښ ازبک توکمه قومندان مخدوم عالم د غزني ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوي دي.

دا ګومارنې ځکه مهمې دي چې پنجشېر په دې وروستیو کې د طالبانو او د ملي مقاومت جبهې غړو ترمنځ د سختو نښتو شاهد و، چې په طالب جنګیالیو پکې د مقابل لوري یو شمېر اسیرانو د وژلو تور پورې شو.

مخدوم عالم په اړه هم ویل کېږي چې د طالبانو حکومت لخوا څو میاشتې وړاندې د یوه ماشوم د تښتونې قضیه کې بې وسلې او نیول شوی و خو له څه مودې تحقیق او څېړنو وروسته بېرته خوشې شو.

د هغه نیول کېدو له کبله فاریاب کې د ځايي ازبک توکمه او نورو طالبانو ترمنځ اختلافات هم راپورته شوي وو، چې ان د دوی د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب په ګډون ځینو مشرانو پرې تبصرې کړې وې.

.

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، مخدوم عالم

د ښاغلي مجاهد لخوا خپره شوې خبر پاڼه کې زیاته شوې چې د دغو ګومارنو په لړ کې د دوی د مرکزي دار الافتاء لوی رییس مولوي ملوک شاه د کندهار ولایت د علماوو شوری د رییس، د طالبانو د سیاسي دفتر مخکنی غړی مولوي ضیاء الرحمن مدني د تخار والي، د تخار والي قاري محمد اسماعیل راسخ د جوزجان ولایت د امنیه قومندان، د پنجشیر مخکنی والي ملا محمد شعیب اخند د لوګر ولایت د والي، د لوګر ولایت والي مولوي عنایت الله شجاع د همدغه ولایت د مرستیال او د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ معین مولوي فیض الله جمال د دغه وزارت د تامیناتي چارو د معین په توګه ګومارل شوي دي.

همدا راز مولوي نجیب الله بدخشي د لغمان ولایت د امنیه قومندان، د لغمان ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي فیصل مختار د نورستان ولایت د مرستیال او د کندهار ښار د اوومي امنیتي حوزې آمر مولوي نور الباقي احمد د سپین بولدک د کمېسار په توګه ګومارل شوي دي.