کابل کې طالبانو د مهسا امیني په ملاتړ د ښځو احتجاج په هوايي ډزو تیت و پرک کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
په کابل کې د طالبانو امنیتي ځواکونو هغه ښځينه اعتراض کوونکې په ډزو تيت و پرک کړې دي چې په ایران کې د اعتراضونو په ملاتړ د دغه هېواد سفارت مخ ته ورټولې شوې وې.
دغو افغان ښځو د ایرانيو مظاهرچیانو شعار "ښځه، ژوند، ازادي" په بدرګه کولو سره له هغوی خپل ملاتړ اعلان کړ او په افغانستان کې یې هم د ښځو د حق غوښتنې غږ پورته کړ.
دغه احتجاج نن پنجشنبه شوی. پر خواله رسنیو خپرو شویو عکسونو کې یوه ډله ښځې ښکاري چې په پلازمېنه کې د ایران سفارت مخ ته له سپينو پاڼو سره ولاړې دي.
"ایران راپورته شو، اوس وار زموږ دی"
پر ځينو پاڼو دغه شعارونه لیکل شوي، "ایران راپورته شو، اوس وار زموږ دی"، "له کابله تر ایرانه دیکتاتورۍ ته نه ووایئ" او "قدرت باید د شېخ او پاچا نه بلکې د خلکو په لاس کې وي."

د عکس سرچینه، Getty Images
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي چې د دوی مخه یې ولې نیولې ده خو بي بي سي ته په لېږل شوې یوه ويډيو کې ښکاري چې د ایران سفارت په مخ کې ولاړ د طالبانو امنیتي ځواکونه پر احتجاج کوونکو ښځو هوايي ډزې کوي او دوی سره تيت و پرک کوي.
په ویډيو کې همدا راز یوه لاريونواله د سفارت پر دروازه د کاڼي ګوزار کوي خو امنیټي کسان یې رټي، له ټولو پاڼې تروړي او پر سړک یې غورځوي او دوی ته وايي چې له هغه ځایه لاړې شي.
تر دې مخکې په تېره اګست میاشت کې هم پر یو شمېر هغو ښځو هوايي ډزې شوې وې چې د "کار او ازادۍ" له شعارونو سره یې د کابل پر واټونو لاریون کړی و او د ځينو مظاهرو پر مهال له اعتراض کوونکو سره تاوتریخوالی هم شوی و.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مخکې خلکو ته سپارښتنه کړې وه چې هېڅوک باید د مظاهرو په نامه لارو کوڅو ته ونه وځي او د لاریون لپاره له عدلیې وزارت رسمي اجازه تر لاسه او د مظاهرې مقصد، شعارونه او نور جزیات هم باید له امنیتي ادارو سره شریک کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادولو ده چې په ایران کې له شاوخوا دوولسو ورځو راهیسې د مهسا امیني په نوم د یوې کردۍ ایرانۍ تر مړینې وروسته پراخ اعتراضونه پیل شوي چې له مرګ ژوبلې او تاوتریخوالي سره مله وو. مهسا امیني د ایران امر بالمعروف او نهي از منکر پولیسو ونیوله چې وروسته مړه شوه.
د دغو لاریونونو په ترڅ کې تر اوسه تر ۷۵ د ډېرو کسانو د وژل کېدو او د سلګونو نورو د نیول کېدو خبر ورکړل شوی دی.










