'افغانستان کې به سږ کال د عاشورا مراسم په جوماتونو او تکیه خانو کې دننه وشي'

د افغانستان د شیعه دیني عالمانو شورا ویلي، چې د طالبانو په غوښتنه او امنیتي اندېښنو ته په پام سره به سږکال په دغه هېواد کې د مُحرم د لسمې مراسم په جوماتونو او تکیه خانو کې دننه وشي او پر واټونو به په دې تړاو د خلکو د راټولېدو مخه ونیول شي.
د دې شورا د امنیت او همغږۍ کمېسیون یوه غړي، شجاع محسني، بي بي سي ته وویل، چې استازي یې د دغو مراسمو د خوندیتابه لپاره د طالبانو د حکومت له امنیتي چارواکو سره په اړیکه کې دي. نوموړي وویل:
''د مراسیمو د څرنګوالي یا محدودولو لپاره هېڅ ډول بندیز نه شته. یوازې د امنیت برخه کې ځینې اندېښنې شته، چې تېره ورځ هم په کارته سخي سیمه کې یوه پېښه رامنځته شوه. د طالبانو حکومت غوښتنه وکړه، چې له هغسې لاریونونو باید ډډه وشي چې تېرو کلونو کې تر سره کېدل. خلکو هم د دې لپاره چې د امنیتي پېښو مخه ونیوله شي او په دې برخه کې همکاري وکړي، دا ومنله چې د تېر په څېر به لارو کوڅو ته نه راوځي، خو د کابل په هغو ځایونو او جوماتونو کې د دې مراسمو اجازه ورکړل شوې، چې تېر کې به هم پکې دغه مراسم ترسره کېدل. ''
ښاغلي محسني همداراز وویل، چې سږکال به هم خلک د دغو مراسمو د امنیت په خوندي کولو کې همکاري کوي، خو په وینا یې، له ولسي خلکو سره به وسلې نه وي او د مراسمو په سیمو کې به امنیتي چارې د طالبانو د امنیتي کسانو په لاس کې وي.
په دودیز ډول سلګونه کسان چې د ماتم څرګندولو لپاره یې تورې جامې اغوستې د کابل ښار په سړکونو او کوڅو کې لاریونونه کول او د امنیتي ځواکونو ترڅنګ به خلکو پخپله هم هڅه کوله د ویرکوونکو امنیت تامین کړي.
د عاشورا پر ورځ ویر کوونکې کورنۍ پر خلکو یو ډول خواږه خواړه ویشي. دا کار یوازې په شیعه مسلمانانو پورې اړوند نه دی. سني مسلمانان د نذر په ورکولو او روژې نیولو د امام حسین ویر کوي.





