پلازمینه کابل او بلخ کې د عاشورا پر مراسمو د برید پایله کې لږترلږه ۳۲ کسان وژل شوي

د ویډیو تشریح، ویل کېږي د کارته سخي بريد کې د دایکندي د ولايتي شورا غړې سميه محمدي هم وژل شوې

د افغانستان په بلخ کې د عاشورا پر مراسمو د برید پایله کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

بېګا شپه پلازمېنه کابل کې بيا د عاشورا مراسم هغه مهال پر ريښتيني وير واوښتل چې وسله والو يوه بريد کې لږترلږه ۱۸ ويرکوونکي ووژل او شاوخوا پنځوس نور يې ټپيان کړل.

پر افغان حکومت سربېره ملګرو ملتونو او د امريکا سفارت دا بريد غندلی او يو وحشي عمل يې بللی دی. د دايکندي د والي وياند ويلي د کارته سخي په بريد کې ددغه ولايت د ولايتي شورا غړې سميه محمدي هم وژل شوې ده.

آریا احمدزۍ د پیښې د قربانیانو کور ته ورغلې او دا رپوټ یې پرې چمتو کړی.