د افغانستان په یوه ارامه او زرغونه دره کې طالبان له وسله وال مقاومت سره مخ دي

- Author, سکندر کرماني
- دنده, بي بي سي
د افغانستان پلازمېنې کابل په شمال کې پرتې زړه راښکونکې اندراب درې ته پر لاره د جګړې کومه نښه نه تر سترګو کېږي. خو، له هغه راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي او تر بل هر وخت په ښو وسلو سمبال شوي دي، په ګاونډي ولایت پنجشېر کې د دوی واکمني له یوه نوي وسله وال مقاومت سره مخ ده.
پورته په غرونو کې د غلچکیو بریدونو کوونکو ډلې پټې دي چې د پخوانۍ افغان اردو سرتیري یې قومنده کوي او وخت نا وخت پر طالبانو بریدونه کوي.
موږ له شنو کروندو او زرغونو سیمو په موټر کې روان یو خو طالبان راسره دي او هره شېبه موږ په کلکه څاري. ځايي خلک د دوی په واکمنۍ کې د ښه امنیت ستاینه کوي چې په خبره یې، یاغیان له منځه وړي.
د دوی ځينې ستاینې پر ځای ښکاري خو د یوه بازار په څنډه کې یوه سړي غلي راته وویل چې، "زه ریښتیا نه شم درته ویلی. که درته ومې ویل نو وبه مې وژني."
د دې مالومول ستونزمن دي چې هلته جګړه په کومه کچه ده. ځکه چې که یو خوا مقاومت کوونکي ډېر کله د خپل ځواک په اړه مبالغه کوي نو بلخوا طالبان بیا هلته له لویه سره د مقاومت کوونکو شتون بیخي نه مني.
خو په دې ترڅ کې په پنجشېر کې د طالبانو ضد جنګیالي توانېدلي چې د هغوی یوه پوځي چورلکه رانسکوره کړي او پکې سپاره کسان ونیسي.
هلته په بغلان کې بیا مقاومت کوونکو له ځانه یوه تازه ویډیو کړې او خپره کړې چې پکې ښکاري، له یوې پوځي پوستې د طالبان بیرغ راغورځوي.
خو په تېره جون میاشت کې چې د بي بي سي خبریالانو د اندراب درې ته سفر وکړ نو ښکارېدل چې طالبان دا سیمه په کلکه کنټرولوي.
"دلته هېڅ ستونزه هم نه شته"

موږ د قیس تاراچ کلي ته تللي وو او هلته د طالبانو یوه سيمييز قومندان راته وویل چې، "دلته هېڅ ستونزه نه شته".
د قاري جمعه الدین بدري په نوم دغه طالب د عمري قطعې قومندان دی. په داسې حال کې چې د یوه لوړ غره پر څوکه ولاړ وو او لاندې درې ته مو ورکتل، راته ویې ویل چې، "دا دی پخپله یې وګوره. موږ دلته ډېر لږ پوځي حضور لرو".
خو موږ ته په پوره باور ویل شوي چې همدلته نژدې په تېره مئ میاشت کې مقاومت کوونکو ځواکونو د طالبانو یو موټر باندې برید وکړ چې دوه کسان یې پکې ووژل شول.
خو ښاغلی بدري وايي چې، "هغه برید ډېر پخوا شوی و. موږ په غرونو کې یو لړ عملیات تر سره کړل او اوس هېڅ خبره نه شته".
له پنجشېر ځينې داسې ویډيوګانې هم خپرې شوې چې د طالبانو اکمالات او اوږد کاروان ور روان دی خو طالب چارواکي نه مني چې هلته دې هم کومه نښته شوې وي.
اندراب، چې د طالبانو ضد فعالیتونو یو بل مرکز دی، د دوی کم حضور پکې ښکاري. خو له ځايي خلکو سره مو چې په پټه خبرې وکړې نو داسې ګڼې ادعاګانې مو واورېدلې چې ګواکې طالبان د مقاومت کوونکو د ځپلو په هڅو کې په پرله پسې او جدي توګه له بشري حقونو سرغړونې کوي.
د عبدالهاشم په نوم د یوه کلیوال خپلوان راته وویل چې د هغه په ګډون درې تنه قیس تاراچ ته په نژدې شوي برید کې د ښکېلتیا په تور طالبانو ونیول او ویې وژل.
"د هغه لاسونه تړل شوي وو او په سر او سینه ویشتل شوی و"

دغه کس د عبدالهاشم د مړي عکسونه راوښودل او ویې ویل چې، "د هغه لاسونه تړل شوي وو او په سر او سینه ویشتل شوی و".
ده بي بي سي سره په خبرو کې همدا راز وویل چې، "د عبدالهاشم جنازې ته هېڅ نارینه ورپرې نښودل شو، بلکې یوازې ښځو اجازه درلودله چې هغه خاورو ته وسپاري".
یوه بل کلیوال راته وویل چې د هغه کمین په تړاو طالبانو شل ځايي کسان له کلي بېولي وو چې پر اوسپنيزو کېبلونو او کوتکو یې پښو ته وهلي وو.
دغه کليوال وايي چې، "زه یې د یوې پیک اپې په باډۍ کې واچولم، یو چا زموږ سرونو باندې زور وکړ چې ښکته یې کړو. نورالله او عبدالهاشم په بل ګاډي کې وو. دوی هغه راښکته کړل او د هاموې موټر شا ته یې ډزې پرې وکړې".
دی همدا راز وايي چې په هغه ورځ د ده دوه نور کلیوال هم طالبانو ووژل.
دې ته ورته ځینې نور اندېښمنوونکي تورونه هم شته.
له تغرک کلي د تېرېدو پر مهال، چې د مقاومت کوونکو د فعالیت سیمه بلل کېږي، یوه څلور کسیزه ډله په تېره جون میاشت کې طالبانو درولې وه او پوښتنې ګروېږنې یې ترې کړې وې چې د ادعا له مخې وروسته دغه څلور واړه وژل شوي وو.
تېر کال اګسټ میاشت کې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو لږ وروسته په اندراب کې د مقاومت جنګیالیو وویل، د لنډ وخت لپاره یې ځینې ولسوالۍ "ازادې" کړې دي.
هلته ډاکټران ولې وژل شوي؟

د عکس سرچینه، AFP
وروسته تر هغه چې بېرته طالبانو سیمه ونیوه، د ډاکټر زین الدین په نامه یو ډاکټر له خپلو پنځو خپلوانو - چې تنکي بچیان یې هم پکې وو - طالبانو پخپل کور کې وواژه. یوه خپلوان ادعا وکړه چې ګنې یاد ډاکتر یې ځکه وواژه د مقاومت جنګیالیو درملنه یې کړې وه.
دغه خپلوان په غوسه وویل: "د یوه ډاکټر په توګه د هغه دنده وه چې د هرچا درملنه وکړي.". په فبرورۍ کې د ډاکټر خرمي په نامه یو بل ډاکټر هم په ده صلاح ولسوالۍ کې ووژل شو. یوه خپلوان یې ادعا وکړه چې طالبانو مخکې ګواښونه ورته کړي وو او اخطار یې ورکړی و د هغو کسانو له درملو لاس واخلي چې د مقاومت له جنګیالیو سره تړلي دي.
د سیمې خلکو وویل، دریم ډاکټر هم په بند کې پاتې دی، حال پر ځینو کورنیو تور لګول شوی چې ګنې له مقاومت سره تړاو لري او له کلیو باید ووځي.
بغلان ولایت کې - چېرې چې ندراب موقعیت لري - د طالبانو د اطلاعاتو رئیس اسدالله هاشمي دا ادعاوې رد کړې دي.
دی مني چې په سیمه کې یو ډاکټر وژل شوی دی، خو دا پېښه له "شخصي دوښمنۍ" سره تړي.
له عدلي او قانوني چوکاټ بهر ددغو وژنو د ادعاوو په تړاو ښاغلي هاشمي په قاطع ډول د نیول شویو کسانو وژل دروغ وبلل او وايي د عملیاتو پرمهال "که یوڅوک په شدت له دولتي ځواکونو سره مقاومت وکړي" ښايي ووژل یا ونیول شي. "دا د نړۍ په هرځای کې پېښېږي".
ښاغلی هاشمي په سیمه کې د مقاومت ځواکونو په رسمیت پېژندلو څخه ډډه وکړه، پرځای یې د "ترهګرو" یوې کوچنۍ ډلې ته اشاره وکړه، خو دا سیمه له طالبانو سره مخالفت کې اوږده مخینه لري.
ځايي خلک د طالبانو او مقاومت کوونکو تر منځ بند دي

طالبان په ۱۹۹۰ لسیزې د واکمنۍ برعکس، توانېدلي چې په بریالتوب سیمه ییز خلک پخپلو لیکو کې وګوماري. په اندراب کې د طالبانو د اطلاعاتو ځینې مشران او پولیس او ساتونکي فارسي ژبي تاجکان دي.
په ورته وخت کې، ډېری یې پښتانه دي. په مخکېني حکومت د اندراب ډېری کسان امنیتي لیکو کې وو، او اوس د طالبانو سرسخته مخالفان دي او دوی ته د بهرنیانو نسبت کوي.
له قانونه د بهر وژل شویو ځینې خپلوان هم پر دولتي ځواکونو نیوکه کوي او وايي د دوی چریکي تکتیکونه د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې او د طالبانو د غچ اخیستلو لامل شول.
بي بي سي وتوانېده چې اندراب کې د مقاومت له یوه جګپوړي جنګیالي قومندان شجاع سره اړیکه ونیسي.
هغه په یوه مخکې ثبت شوي پیغام کې ورلېږدل شویو پوښتنو ته ځواب کې بي بي سي ته وویل: "زموږ مبارزه د عدالت، ورورولۍ، برابرۍ او واقعي اسلام لپاره ده، - نه د طالبانو اسلام- چې دین سپکوي".
"زموږ مبارزه زمو د خویندو د حقونو لپاره ده. حضرت محمد (ص) فرمایلي، زدکړه پر نر او ښځو دواړو فرض ده".
اندراب او پنجشېر کې تاوتریخوالی سیمه ییزه بڼه لري او تر اوسه پر افغانستان د طالبانو د ټولیزې واکمنۍ لپاره کوم جدي ګواښ نه دی، خو ښکاري چې دوی د خپلو پخوانیو مخالفانو ورته تېروتنو خطر انګېري.
په تېرو دوو لسیزو کې، د افغان او نړیوالو ځواکونو له لوري د ولسي وګړو د وژلو ادعاوو د طالبانو له محبوبیت سره د هېواد په ځینو هغو برخو کې همکاري کړې ده، چې دوی پرې واکمن وو او د دوی ملاتړ یې کاوه.
اوس دوی د اورپکۍ ضد همدغو تکیتکونو په کارولو تورن دي، حال دا چې د مسؤولیت لږ احساسول تر سترګو کېږي.
د عبدالهاشم یوه خپلوان چې ویل کېږي طالبانو نیولی او وژلی، په غوسه بي بي سي ته وویل: "طالبان ادعا کوي چې ګنې دولت دی، نو باید له یو چا پوښتنې ګروېږنې وکړي نه دا چې سملاسي یې ووژني".









