افغانستان کې زلزله: لږترلږه ۹۲۰ کسان وژل شوي، سلګونه ټپيان دي

د عکس سرچینه، Afghan government news agency
- Author, راصد ځواک
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د سویل ختیځ پکتیکا ولایت کې د تېرې شپې زلزلې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
افغانستان کې پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله سلګونه کسان مړه شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
دوی وايي چې د مرګ ژوبلې د ډېرېدو وېره شته ځکه ډېرو ځایونو کې خټین کورونه ویجاړ شوي دي.
پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د دولت وزارت معين مولوي شرف الدين مسلم وايي، "د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه ٩٢٠ شهيدان شوي ٦١٠ تنه هېوادوال ټپيان شوي دي. د هر شهيد کورنۍ ته ١٠٠ زره افغانۍ او د ټپي کورنۍ ته ٥٠ زره افغانۍ په پام کې نيول شوې دي".
د مړو شویو د شمېر د ډېرېدو وېره هم شته.
بلخوا د طالبانو حکومت وايي، رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند وروستیو زلزله ځپلو سره د سل میلیونو افغانیو نغدي مرسته اعلان کړه.
د طالبانو د خبرپاڼې پر بنسټ رئیس الوزرا امر کړی، چې د ټپیانو درملنې او د مرستو د وېش په اړه دې بېړني ګامونه واخیستل شي.
د طالبانو حکومت یوه ویاند بلال کریمي پر خپل ټوېټر لیکلي: "د پکتیکا ولایت څلورو ولسوالیو کې درنه زلزله شوې، چې له امله یې زموږ سلګونه هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي او لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي."
هغه له ټولو مرستندویه ادارو غوښتي چې "په بیړنۍ توګه سیمې ته ټیمونه ولیږي" ترڅو د ده په وینا "د فاجعې د لا پراخېدو مخه ونیول شي."
ښاغلي کریمي د دغو ولسوالیو نومونه نه دي اخیستي، خو د تېرې شپې له زلزلې وروسته د ګیان او برمل ولسوالیو ځینو اوسېدونکو بي بي سي ته لیکلي وو، چې زلزلې هلته ډېر زیانونونه اړولي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
له دې سره د طالبانو حکومت کې طبیعي پيښو ته د چمتووالي وزارت ویلي د تېرې شپې زلزله کې د مړو او ټپيانو شمېر څلور ۴۰۰ اوښتی دی.
د دغه وزارت مرستیال محمد نسیم حقاني کابل کې رسنیو ته ویلي یوازې پکتیکا کې ۲۵۵ تنه مړه او ۱۵۵ نور ټپيان دي چې اکثریت ټپيان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
دا زلزله په ځايي وخت د شپې نږدې یوه نیمه بجه وشوه چې خلک معمولا کورونو کې او ویده وي.

پر پکتیکا سربېره خوست، پکتیا، غزني، لوګر، کابل، ننګرهار، لغمان او نورو ولایتونو کې هم د دې زلزلې شدید ټکانونه محسوس شوي وو.
د خوست د سپېرې ولسوالۍ ځینو ځايي اوسېدونکو بي بي سي ته لیکلي چې زلزلې هلته هم زیانونه اړولي دي.
طبیعي پېښو ته د چمتووالي وزارت ویلي چې د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې هم لسګونه کورونه نړېدلي چې ۶۵ کسان په کې مړه او ټپیان شوي دي.
د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې ویلي د رېښتر په کچه د دې ۶ اعشاریه یو درجې زلزلې مرکز د افغانستان د خوست ولایت د سویل لوېدیځ ۴۴ کیلومترۍ کې و.

د عکس سرچینه، SM
دا زلزله داسې حال کې شوې چې د پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې بارانونونه شوي او په ځینو کې اوس هم روان دي.
د دغو ورښتونو له کبله بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونه هم راوتلي چې د طالبانو حکومت چارواکي وايي مالي او ځاني زیانونه یې اړولې دي.
د افغانستان ملي تلویزیون د طالبانو حکومت کې طبیعي پېښو ته د چمتووالي وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم په حواله لیکلي چې دغو سېلابونو کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي.
د افغانستان په څېر هېوادونو کې چې ډېر کورونه پکې خټین دي، د بارانونو پر مهال زلزلې ډېرې ویجاړۍ رامنځ ته کوي.

پر افغانستان سربېره د خیبر پښتونخوا بېلابېلو ښارونو، د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد او همدا راز د ایران په پارس او هرمزګان ولایتونو کې هم د دې زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
افغانستان له هغو هېوادونو دی چې زلزلې په کې ډېرې کیږي.
تېره جنورۍ کې د افغانستان د شمال لوېدیځ باغیس ولایت کې یوې زلزلې لږترلږه ۲۶ کسان وژلي او ګڼ نور ټپي کړي وو.
هغه زلزله د رېښتر په کچه ۵ اعشاریه ۳ درجې وه.









