پغمان کې زلزله؛ کابل ته یو بل خطر؟

د زلزلې مرکز د کابل ښار څنډه کې د پغمان غرونه دي

د عکس سرچینه، earthquake.usgs.gov/

د عکس تشریح، د زلزلې مرکز د کابل ښار څنډه کې د پغمان غرونه دي
    • Author, ابراهیم جعفري
    • دنده, ځمکپوه

دوشنبه ماسخوتن د رېکتر په کچه ۴.۶ درجې یوې زلزلې کابل ښار ولړزاوه چې مرکز یې هم د ښار شمال لوېدیځ ته د پغمان غرونو کې نږدې اوه کیلومتره ژور و. د ژوروالي کمښت او د ښار څنډو ته یې نږدېوالی سبب شو چې د زلزلې سره کابل ښاریان له دې زلزلې پیدا شوی غږ هم واوري.

د کارپوهان په وینا د دې زلزلې مرکز کابل ښار ته نږدې د پغمان سیمه بلل شوې ده. دوی وایي، دا زلزله پغمان غرونو کې د اوه نیم کیلومتره ژوروالي سره پېښه شوه.

افغانستان غرنی هېواد او پام وړ برخه یې پر غرونو پوښلې ده. دا غرونه تر ډېره د ډېرو ماتېدو (ګسلونو)او د دوی د رنګارنګ ځای په ځای کېدو د جوړښت له امله په دې ځمکه رامنځ ته شوي دي.

د پغمان زلزله ولې مهمه ده؟

د دوشنبې ماسخوتن زلزله په څو لاملونو مهمه بلل شوې ده. یو دا چې لږ ژوره او ډېره لویه وه، ځکه یې کابل ښاریان ووېرول او دغه ښار کې یې د ویجاړوونکې زلزلې د پېښېدو زنګ وهلی دی.

دا زلزله سیمه کې هغه تاریخي زلزلې را یادوي چې څه باندې پنځه سوه کاله مخکې ورته سیمه کې د ۷،۳ ریښتر درجې سره ثبت شوې دي.

دویم دا چې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ افغانستان کې د تېرو شلو کلونو د نسبي ټیکاو او اقتصادي ودې له امله کابل ښار له جدي څار او عصري پلان پرته بې کچې پراخ شو.

کابل ښار کې د وګړو شمېر په دې وروستیو کلونو کې لس واره ډېر شوی او هم ټول سیاسي او اقتصادي بنسټونه دلته سره ټول دي.

این زلزله در عمق ۷/۵ کیلومتری این کوه‌ها رخداده استدا زلزله پغمان غرونو کې د اوه نیم کیلومتره ژوروالي سره پېښه شوه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا زلزله پغمان غرونو کې د اوه نیم کیلومتره ژوروالي سره پېښه شوه

داسې ښکاري چې د افغان واکمنو دې ستر خطر ته پام نه و چې کابل ښار ته کمین نیولی ناست دی، ځکه د ممکنه زلزلې له امله د کابل ښار او اوسني نظام ډېر زیانمنېدل شوني دي.

له یوې خوا د زلزلې د لوی خطر او له بلې خوا د کابل ښار ډېر زیانمنېدل هغه څه دي چې له یوې پېښې وروسته د بلې پېښې د رامنځ ته کېدو خطر ډېروي.

کړکېچ ته ځواب ویونکی سیستم او اوسنی مرستندوی بنسټونه دا ډول پېښو ته د پرېکند ځواب تیاری نه لري.

که خدای مه کړه، د ژمي یخو شپو کې کابل ښار کې له اوه رېښتر درجې پورته زلزله پېښه شي، د ډېرو ودانیو د ورانېدو امکان شته.

د سړکونو پر غاړه د اسمانڅکو ودانیو د غورځېدو له امله کوڅو ته لارې بندېږي او حکومت د دا ډول حالت لپاره کوم میکانیزم په پام کې نه دی نیولی.

یخني، لوږه، د عمومي او رغتیايي خدمتونو نشتوالی او ... راتلونکو ورځو کې هم د مرګ ډېرېدو سبب کېږي.

له بلې خوا حکومت هغه عامه پوهاوي کې هم بې غوري کړې ده چې د سر او مال د زیان کمېدو کې مرسته کولی شي.

کارپوهان وايي، د کابل ښار بې پلانه وده دا ښار د زلزلې مقابل کې زیانګالی کوي.ش
د عکس تشریح، کارپوهان وايي، د کابل ښار بې پلانه وده دا ښار د زلزلې مقابل کې زیانګالی کوي.

هغه هېوادونه چې له دا ډول خطر سره مخ وي پوهنیز نظام او رسنۍ یې په سیستماتیک ډول له دا ډول پېښو او خطرو سره د مخ کېدو لپاره په مختلفو برخو کې خلکو ته اړینه روزنه وړاندې کوي.

د جاپان په څېر هېواد کې د ښارونو او ودانیو د کیفیت او سیستماتیک جوړولو سربېره د خلکو د لویې کچې پوهاوی هم له زلزلې د کمې مرګ ژوبلې مهم دلیل دی.

د مثال په ډول څو کاله پخوانۍ زلزله یادولی شو چې مرکز یې بدخشان کې و او د زلزلې د ژوروالي له امله ډېر تاوان ونه رسېد، بلکې د زلزلې په وخت د خلکو د ناسم غبرګون له امله ډېره مرګ ژوبله واوښته.

ښوونځیو کې ډېری زدکوونکي له ټولګیو د وتلو پر مهال تر پښو لاندې شول.

پر ۱۳۹۴ کال بدخشکان کې د ۷،۵ ریختر درجې زلزلې پر مهال په ګاونډي تخار کې د نجونو ښوونځي ۱۲ زدکوونکې له ودانۍ د وتلو پر مهال تر پښو لاندې او مړې شوې او ۲۵ نورې ټپي شوې.

ځکه ویلی شو چې طبیعي پېښې او خطرې یوازې پخپله ناورین نه پېښوي، بلکې ناورین هغه مهال جوړېږي چې انسان دې هرو مرو پېښېدونکو مسلو ته پوره تیاری ونه لري.

د کابل ښاریانو، ښارساتو او ښارپالو بې پروايي او بې غوري دې برخه کې ښکاره بېلګه ده.