طالبان وايي، د بادغیس له زلزله ځپلو سره یې د مرستې لپاره ځینې توکي استولي

د عکس سرچینه، Bakhter
بادغیس ولایت کې د وړمې ورځې د زلزلې د قربانيانو شمېر ۲۸ تنو ته رسېدلی دی. افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، له زلزله ځپلو سره یې د مرستې لپاره ځینې توکي استولي.
له پېښو سره د مبارزې وزارت یوه چارواکي ملا جانان بي بي سي ته وویل، زلزلې لسګونه کورونه نړولې دي.
د ښاغلي جانان په وينا قادېس سيمه کې د اورېدلې واورې له امله هوا سخته سړه ده او دوى سيمې ته د خوړو او خيمو په ګډون بېړنې مرستې وراستولې چې په وینا یې نن به هلته ورسېږي.
''موږ له شهیدانو سره پنځوس - پنځوس زره او له ټپیانو سره شل - شل زره افغانۍ مرسته کړې، او هلته چې څه نا څه وسایل لرو، هغه مو هم استولي دي، خو هلته موږ ډېر څه نه درلودل، له دې ځایه مو مرستې واستولې چې ښايي پر چهارشنبه هلته ورسېږي. ''
بادغيس کې شوې زلزله د رېکتر په کچه ۴،۹ درجې وه او مرکز یې د بادغیس ولایت په قادېس ولسوالۍ کې و.
له دې مخکې یو شمېر ځايي اوسېدونکو رسنیو ته وویل، تر اوسه یې د طالبانو حکومت یا غیر دولتي موسسو له لوري هېڅ مرسته نه ده موندلې.

د عکس سرچینه، Bakhter
د ولایتي شورا یوه پخواني غړي بهاوالدین قادسي وايي، د سیمې ډېری کورنیو د زلزلې ټکانونو له ډاره تېره شپه په سخته یخنۍ کې تر له کورونو بهر تېره کړه.
نوموړی زیاتوي په سیمه کې هوا خورا سړه ده او ځايي خلک د خوړو، او تودو کالیو په ګډون هېڅ ډول امکاناتو ته لاسرسی نه لري.
د نوموړي په وینا د بادروک، خاک پلک، خیرخانه، ګرچین او دربند سپید سیمو اوسېدونکو ته ډېر زیان اوښتی، چې زلزلې مرکز ته څېرمه پرتې بیوزله سیمې دي او ډېری کورونه یې خټین دي، چې نړېدلي دي.
ځايي چارواکي وايي، د دې زلزلې له کبله د سیمې ګڼ شمېر مېشت ځایونو ته زیان اوښتی دی.









