افغانستان کې وچکالي؛ 'پنځه میلیونه ماشومان له لوږې سره مخامخ دي'

وچکالي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مرستندویان وايي، د وچکالۍ له کبله ځینې افغان مالدارانو خپل څاروي پلوري (ارشیف تصویر)
    • Author, عبیدالله حسام
    • دنده, بي بي سي

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره 'سېف د چلډرن ' مسوولینو ویلي چې افغانستان د لوږې له ناوړه حالت سره مخامخ دی او څه باندې پنځه میلیونه ماشومان په دغه هېواد کې له لوږې کړیږي.

دې ادارې په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې اوسمهال ۱۲ میلیونه هغه ماشومان چې کورنۍ یې په کرنې او مالدارۍ تکیه دي، د دوامداره وچکالۍ او د اټکل شویو کمو ورښتونو له کبله د کافي خوړو ترلاس کولوه جدي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د دوی د رپوټ له مخې ځینې دغه کورنۍ اړ شوي چې د خوراکي توکو د ترلاسه کولو په موخه ځینې ناهیلي کوونکي ګامونه واخلي، خپل څاروي وپلوري، له خلکو داسې پورونه واخلي چې بیا یې پرې کول ورته ستونزمن وي او خپل ماشومان له ښوونځیو وباسي چې کار وکړي.

د ماشومانو د خوندیتوب د ادارې په تازه رپوټ کې راغلي چې د افغانستان اقتصاد په جدي ډول په زراعت پورې تړلی او د څه باندې ۶۱ سلنه کورنیو یا د څلويښتو میلیونو له ډلې د ۲۵ میلیونه وګړو تکیه پر کرنه او مالدارۍ ده.

A baby is measured for malnutrition in Ghor
د عکس تشریح، د خوړو کمښت له کبله یو شمېر افغان ماشومان په خوار ځواکۍ اخته دي. ارشیف تصویر

خو د رپوټ په حواله د دوامدره کمو ورښتونو له کبله ډېری دغه کورنۍ له لوږې سره د مخامخ کېدو په درشل کې دي.

ځکه همدا لامل شوي چې د کرنې محصولات له منځه لاړ شي، د څاګانو اوبه وچې شوې او د څارویو بیې ښکته شوې.

سېف د چلډرن وايي، په تېره میلادي میاشت کې افغانستان کې ورښتونه ښه وو، خو په غرونو کې واورې په چټکۍ اوبه شوې او د هوا د تودوخې له کبله کنګلونه هم په چټکۍ په اوبه کېدو دي.

ددوی په وینا اټکلونه دا دي چې راروانو میاشتو کې به ورښتونه کم وي او همدا لاملونه به وضعیت لا پسې خراب کړي.

ددغه ادارې په رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې په هرو درې ماشومانو کې دوه یا ۱۲ میلیونه ماشومان چې کورنۍ یې په زراعت او مالدارۍ بوختې دي له اوسني وضعیت څخه اغېزمن شوي دي.

کندهار
د عکس تشریح، په ځینې سیمو کې تر ځمکه لاندې د اوبو سطحه ټیټه شوې.

د ماشومانو د خوندیتوب اداره وايي، په افغانستان کې اوسنۍ وچکالي، سیاسي او اقتصادي ناندرۍ او د طالبانو له واکمنېدو سره د نړیوالو مرستو بندېدا لامل شوي چې په دغه هېواد کې د ماشومانو لپاره بنسټیز خدمتونه لکه زدکړه، روغتیا او خوراکي خوندیتوب تر ډېره اغېزمن شي.

په افغانستان کې د دغې ادارې مشر کریس نیاماندي وايي، په داسې حال کې چې خلک له لوږې سره مخامخ دي، که د افغانستان اقتصادي بحران حل نه شي کورنۍ پرته له دې چې ناهیلي کوونګي ګامونه واخلي، بله لار نه لري.

دوی ویلي د بېړنیو مرستو په توګه یې ځینو کورنیو سره یې نقدي مرستې کړې دي.

وړاندې ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د بشري ناورین خبرادری ورکړی او زیاته کړې یې وه چې اکثره خلک په دغه هېواد کې کافي خواړه نه لري.