طالبان: افغانستان کې د چین د 'یوه کړۍ یوه لاره' پروژې ملاتړ کوو

سیپک

د عکس سرچینه، MOFa

د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي د چین او پاکستان د بهرنیو له وزیرانو سره په ناسته کې ویلي،‌ حکومت یې په افغانستان کې (د یوه کړۍ یوه لاره) اقتصادي‌ پروژې ملاتړ کوي.‌

ښاغلي‌ متقي وايي‌ حکومت یې لیواله دی: "د دې پروژې له لارې افغانستان په سیمه ییز اتصال کې ګټور رول ولوبوي."

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې دا لومړی ځل دی چې طالبان د افغانستان،‌ چین او پاکستان بهرنیو چارو وزیران په درې اړخیزه ناسته کې ګډون کوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند احمد تکل بي بي سي ته وويل، افغانستان غواړي د يوې کړۍ او يوې لارې پروژې پر مټ په سيمه ييز او اقتصادي نشلون کې ګټور رول ولوبوي.

نوموړي همدا راز ويلي، هېواد يې غواړي چې سوېلي او منځنۍ اسيا سره د ترانزيت د لارې په مټ ونښلوي، چې ورسره به افغانستان هم کولی شي چې خپل محصولات د هغه په خبره د پاکستان له لارې هند او چين ته هم ورسوي.

ښاغلی تکل وايي، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې په دې ناسته کې ویلي، هېواد يې له افغانستان او پاکستان سره د سياسي او اقتصادي همکاري ډېرول غواړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قريشي ويلي، چې اسلام اباد به د بيجنګ په ملتیا د افغانستان په ملاتړ هڅې روانې وساتي. هغه همدا راز د دغسې درې اړخیزو ناستو پر اړتيا ټينګار کړی دی.‌

د چین - پاکستان له اقتصادي‌ دهلیز 'سیپک' سره د افغانستان د نښلولو په اړه لومړنۍ هوکړه په ۲۰۱۷ کال کې شوې وه.‌ خو په افغانستان کې امنیتي‌ حالت ته په کتو د پام وړ پرمختګ پکې ونه شو.

چین تمه لري‌ دغه دهلیز د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته وغځوي.‌

چین د (یوه کړۍ یوه لاره) اقتصادي‌ نوښت په ۲۰۱۳ کال کې پرانیست او غواړي له دې لارې سلګونه میلیارده ډالره پانګونه وکړي.‌

اقتصادي ‌کارپوهان وايي‌ چین غواړي‌ د دغې سترې پروژې له لارې د اقتصاد تر څنګ خپل سیاسي‌ اغېز هم په سیمه او هم نړۍ کې پراخ کړي.

پاکستان کې بیا چین د دې پروژې له لارې پانګونه کې د سړکونو، اورګاډي پټلیو او غازو نل لیکو جوړولو ته لېوالتیالري، چې د ګوادر له لارې د چین لوېدیځ کاشغر ښار سره ونښلوي.‌

د افغانستان په اړه سیمه ییزه ناسته

ناسته

د عکس سرچینه، MOfa

د چین بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر وانګ یي به په تونکشي سیمه کې د افغانستان په هکله د دې هېواد د ګاونډیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو غونډې مشري وکړي.

چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو غونډه سبا هم دوام کوي.

د دغه وزارت اعلامیه کې ویل شوي، له دې وروسته به ښاغلي یي ''د افغانستان ګاونډیو هېوادونه جمع افغانستان '' د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې کوربتوب هم وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شي او د قطر او اندونیزیا بهرنیو چارو وزیران به هم د مېلمنو په حیث دې غونډه کې ګډون وکړي.

په پام کې ده، د پاکستان، ایران، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران یا استازي د چین په دې غونډه کې ګډون وکړي.

باختر

د عکس سرچینه، BAKHTER NEWS

د یادونې ده، چې له نننۍ غونډه مخکې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي تېره اوونۍ په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته ورسېد او د طالبانو حکومت له لوړپوړو استازو سره یې لیدنې درلودې.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وار له مخه په دې غونډه کې د ګډون لپاره چین ته رسېدلي دي.

له دې مخکې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د تېر کال اکتوبر کې په تهران کې وشوه.