امریکا د روسیې هغه غوښتنه نه ده منلې چې وايي اوکرایین دې په ناټو کې نه شاملېږي

US Secretary of State Antony Blinken

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ښاغلی بلېنکن وايي د پوځي تمرینونو په اړه یې هغه ځایونه په ګوته کړي چې له روسیې سره پرې کار کېدای شي.

د امریکا متحده ایالاتو او ناټو په رسمي توګه د روسیې هغو غوښتنو ته ځواب ورکړی دی چې وايي اوکرایین دې په ناټو کې نه شاملېږي او ناټو دې په ختیځ اورپا کې د اوکرایین له پولې سره نژدي خپل پوځي حضور له مینځه یوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن ویلي امریکا په د دې اصلي اصولو په برخه کې هېڅ راز نرمښت نه دی ښوولی، خو روسیې ته په استول شوي سند کې د کړکېچ د له مینځه وړولو لپاره د خبرو وړاندیز شوی دی.

د روسیې هغو غوښتنو ته په ځواب کې چې تېر کال یې له امریکا او ناټو نه د اوکرایین په تړاو کړې وې د امریکا لخوا په استول شوي سند کې د اوکرایین پولې ته نژدې د لسګونو زرو روسیې پوځیانو د ځای پرځای کولو له امله د رامنځ ته شوي کړکېچ د له مینځه وړولو لپاره د دیپلوماتیکې لارې وړاندیز شوی.

دا هغه لیکلی ځواب و چې روسیه یې په انتظار وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي په لیکلي ځواب کې داسې هېڅ نشته چې څوک دې حیران کړي، په دې مانا چې د ناټو د غړیتوب او په ختیځې اورپا کې د ناټو د پوځي حضور په اړه په کې څه نه دي راغلي.

ښاغلي بلېنکن وویل، امریکا روسیې ته په استولي لیکلي ځواب کې یې د توغندیو د ځای پرځای کولو او پوځي تمرینونو په اړه هغه ځایونه په ګوته کړي چې له روسیې سره پرې کار کېدای شي. دی وايي:

''هغه څه چې موږ ویلي هغه د وړاندې تګ لپاره دیپلوماتیکه لاره ده، روسیه باید دا لاره غوره کړي. په هغه سند کې چې موږ روسیې ته سپارلی د روسیې د اقداماتو په اړه د امریکا او امریکا د متحدینو اندېښنې هم په کې دي. د روسیې لخوا د رامنځ ته کړو اندېښنو په اړه د اصولو ریښتي جاج په کې اخیستل شوی دی. موږ روسیې ته هغه ځایونه په ګوته کړي چې کولای شو یوې هوکړې ته پرې ورسېږو. موږ روښانه کړې ده چې موږ خپل بنسټیزو اصولو ته ژمن یو او دفاع ترې کوو چې په هغو کې د اوکرایین له حاکمیت او ارضي تمامیت نه دفاع هم شامله ده او دا اصول هېوادونو ته حق ورکوي چې د خپل امنیت لپاره اقدامات وکړي او په خپله خوښه ایتلاف وکړي. ''

ښاغلي بلېنکن زیاته کړه چې د امریکا لخوا روسیې ته استول شوی سند اوس مهال نه خپروي ځکه چې په وینا یې ده به یې په اړه په نژدي راتلونکې کې له خپل روسي انډول سرګي لاوروف سره خبرې وکړي.

هغه هیله څرګنده چې روسیه به هم د دوی په څېر ورته نظر ولري او د دوی وړاندیز به جدي وګڼي. تمه کېږي چې روسیې ته له دې لیکلي ځواب ورکولو وروسته د لوړې کچې امریکايي او روسیي دیپلوماتانو ترمنځ خبرې وشي.

ناټو هم د امریکا په څېر په په جلا ډول روسیې ته لیکلي ځواب ورکړی خو هغه څه یې نه دي منلي چې روسیه یې غوښتنه کوي.

بلخوا روسیې خبرداری ورکړی چې اجازه به ورنکړي چې غوښتنې یې په ناپایه دیپلوماتیکو خبرو کې له مینځه لاړې شي.

که څه هم د امریکا او ناټو لخوا د روسیې د غوښتنو په ځواب کې په لیکلې بڼه ځواب د اوکرایین پرسر د لویدیځ او روسیې ترمنځ کړکېچ هوارولو لپاره ديپلوماتیکه لاره پرانستې پرېښې، خو روښانه ده چې د ديپلوماتیکو خبرو پایله به څه شي.