بریتانیا له اوکرايين څخه خپل یو شمېر دیپلوماتان باسي

US embassy in Kyiv

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له مهمو هغو پرته کیېف کې د امریکا سفارت نورو کارکوونکو ته هم اجازه ورکړل شوې چې کولای شي اوکرايين پرېږدي

بریتانیا په اوکرایین کې له خپل سفارته د خپلو یو شمېر دیپلوماتانو ایستل پیل کړي دي.

بریتانوي چارواکي وايي، په کیېف کې بریتانوي دیپلوماتان له هیڅ یوه ګواښ سره مخامخ نه دي، خو دې سره سره په کیېف کې د بریتانیا سفارت نیمايي کارکوونکي بېرته هېواد ته ستنېږي.

له دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په سیمه کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو وروسته اوکراین کې د امریکا سفارت کارکوونکو دیپلوماتانو خپلوانو ته ویلي چې له دې هېواده ووځي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له غیر ضروري کارکوونکو هم غوښتي چې له اوکرایینه بهر شي او دغه راز یې په دې هېواد کې مېشت امریکايانو غوښتي چې پر وتلو غور وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د رپوټونو پر بنسټ ویل شوي، چې روسیه د اوکرایین پر ضد د پوځي عملیاتو پلان لري.

روسیې چارواکو بیا پر اوکرایین د یرغل پلان درلودل رد کړي دي.

بل لور د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د امریکايانو پر ضد د ''ځورول کېدو احتمالي ګواښ '' له کبله له امریکایانو غوښتل شوي، چې اوکرایین او روسیې ته له سفر کولو ډډه وکړي.

په اعلامیه کې راغلي:

''داسې رپوټونه شته چې وايي، روسیه د اوکرایین پر ضد د پاموړ پوځي عملیاتو پلان چمتو کوي. ''

د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي له اې ایف پي خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، سفارت به پرانیستی وي، خو د سپینې ماڼۍ هغه خبرداری یې تکرار کړی، چې ''هر وخت '' پر اوکرایین د روسیې برید احتمال شته.

دا چارواکی وايي، په داسې صورت کې به د امریکا لپاره له اوکرایین څخه د امریکایانو ایستل شونې چاره نه وي.

د بي بي سي خبریاله باربرا پلیټ اوشیر په خپل رپوټ کې وايي، دا د امریکا بهرنیو چارو وزارت له هغو احتیاطي اقداماتو یو دی، چې د کړکېچ له کبله د امریکايي دیپلوماتانو د خطر پېښېدو پر مهال یې کوي.

داسې باور کېږي چې د دې پرېکړې لامل په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کومه ځانګړې پېښه نه ده.

له دې مخکې اروپايي ټولنې چارواکو هم د اوکرایین پر پوله د نژدې ۱۰۰ زره روسي پوځیانو ځای پر ځای کېدو له کبله خبرداری ورکړی دی.